افغانستان

طالبانو په فاریاب کې ۵۹ زنداني پولیس له ضمانت وروسته خوشې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبانو د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ د نیولو پرمهال د جګړې په ډګر کې اسیران کړي ۵۹ تنه محلي پولیس(اربکیان) له تضمین اخیستلو وروسته بیرته خوشې کړي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې دغه محلي پولیس(اربکیان) چې د قیصار ولسوالۍ د «فتح» پرمهال ژوندي په لاس ورغلي وو، د طالبانو د «جلب او جذب دعوت او ارشاد کمېسیون» په هلو ځلو او د امن خط په ورکولو سره آزاد شوي دي.

طالبانو د دغو خوشې کړل شوو اربکیانو هویتونه او د آدرسونه هم لیکلي چې ټول د فاریاب ولایت اوسېدونکي دي او طالبانو سره ژمنه کړې چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنیږي.

باید وویل شي چې طالبانو د لوی اختر په ورځو کې د خپل مشر شیخ هبة الله اخندزاده د فرمان مطابق او د جلب او جذب دعوت او ارشاد کمیسیون په هلو ځلو ۲۲۵ تنه دولتي عسکر آزاد او د سفریې له ورکولو وروسته یې خپلو کورونو ته واستول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سيد محمد

د ما پوښتنه ! اوس يويشتمه پيړۍ داسي باچا نسته سي هغه د چا نه وي ليدلی او يا يې له ژوناليست سره تلويزوني مرکه نه وي کړې. دا د تاسي #### چيرې او په کوم ځای کې ده ؟ ولي له ژورناليست مرکه نه کوي ؟ ای ## ! موږ ته الله ﷻ په اسماني کتاب قران کريم کې ويلي! ای زما بنده ګانو ما ستاسي لپاره اسان او کچرې پيدا کړې سي تاسي د هغو درانه بارونه هغه ته سي تاسي نسۍ وړلای ددغو هيواناتو په وسيله وړۍ. او بيړۍ مي درته پيداکړې سي درياب څيري او داسي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx