افغانستان

د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان: په افغانستان کې دې سمدستي اوربند وشي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د اورپا د امنيت او همکاريو سازمان د اتریش پلازمېنې ويانا کې د افغانستان امنيتي وضعيت په اړه ناسته کړې او د دغې ناستې په پر مهال يې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې بايد سمدستي اوربند وشي او جګړه ودرول شي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ميرويس ناب هم دغې ناستې کې د حکومت په استازولۍ ګډون کړی و او د اروپا د امنيت او همکاريو سازمان غړو ته يې د افغانستان روان وضعيت په اړه معلومات ورکړي دي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د میرویس ناب له قوله ادعا شوې چې طالبان او ملګري يې د تاوتريخوالي په زياتولو نه يوازې افغانستان، بلکې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته هم ګواښونه پېښوي.

ميرويس ناب د نورو چارواکو په څېر يو ځل بيا پر پاکستان هم نيوکې وکړې او هغه يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت، تر دې وړاندې اشرف غني او نورو چارواکو هم ورته څرګندونې کړي، خو طالبانو تل په خپلو رسمي څرګندونو کې دغه ډول تورونه رد کړي دي.

طالبان وايي، دوی د خپل هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام د راتلو لپاره مبارزه کوي، هېڅکله د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه به هم بل چا ته اجازه ورکړي، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د کابل حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، د امريکا، برتانيا، کاناډا، اروپايي ټولنې، جرمني، جاپان، تايلنډ، روسيې، تاجکستان، ازبکستان او قزاقستان سفيرانو د سولې بهير د ګړندي کولو لپاره په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

په دغه ناسته کې طالبانو ته بلنه نه وه، ورکړل شوې او نه هم د هغوی نظر اخيستل شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي وايي، دوی په هېواد کې سولې ته ژمن دي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وړمه ورځ د اروپايي ټولنې، يوناما، امريکا او قطر تر منځ جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د قوي پوځي موقف لرلو سربېره هم سولې ته ژمن دي او په پخواني دريځ کې يې بدلون نه دی راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نړیواله انسانی ټولنه د ځنګل د ځناورو په شان ټولنه حتی تر هغو هم شکته دی ، ځنګل کی یو ځناور حیوانات تر هغی ښکار کوی چه ماړه شی مګر انسانی ټولنه کی چه څومره انسانان خوری هغومره یی حرص لا زیاتیږی . تر دی چه مظلوم بشریت هم ختم شی بیا به خپلو کی یو بل تر هغه کچی ختموی چه ټوله زمکه او بشری ژوند ورسره ختم شی. نړیوال استعمار چه کمونیزم ته یی به مجاهدینو ماتی ورکړی یکتازه نړیوال قدرت شو مګر اسلامی نړی او ځانګړی ډول افغانستان کی لږ څه هغو اسلامی فعالانو شتون درلو چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x