افغانستان

لندن کې له نواز شريف سره د حمدالله محب ليدنه په ټويټري جنجال اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب لندن ته د خپل سفر پر مهال د پاکستان له پخواني لومړی وزير نواز شريف سره ليدلي دي، چې له امله يې په ټويټر شبکه کې پر حمدالله او نواز شريف دواړو سختې نيوکې شوي دي.

د ملي امنيت شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حمدالله محب له نواز شريف سره د دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا خبرې کړي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې محب د پاکستان پخواني لومړي وزير ته ډاډ ورکړی، چې په پاکستان کې به له ديموکراسۍ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او زياته کړې يې ده، چې په دواړو هېوادونو کې د ديموکراسۍ غښتلي کېدو سره به د کابل او اسلام اباد اړيکې غښتلې او ګټې خوندي شي.

خو د حمدالله محب او نواز شريف دا ليدنه په ټويټر ټولنیزې رسنۍ کې له سختو نيوکو سره مخ شوې ده.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير فواد حسين چوهدري پر دغه ليدنه سخت غبرګون ښوولی دی.

فواد چوهدري په خپله ټويټر پاڼه کې ويلي، چې له هېواده بهر د نواز شريف لېږل له دې امله هم خطرناک کار دی، چې نوموړی د پاکستان پر خلاف د نړيوالو دسيسو همکاري کوي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزير ويلي، نواز شريف په افغانستان کې د هندي استخباراتو باوري متحد حمدالله محب سره ليدلي او نواز شريف د نريندرا مودي، محب يا امرالله صالح په څېر د پاکستان له هر دښمن سره نږدې ملګرتيا پالي.

د پاکستان د لومړي وزير عمران خان ځانګړي سلاکار شهباز ګِل هم ويلي، چې ده د باوري سرچينو په حواله داسې معلومات ترلاسه  کړي، چې حمدالله محب د هند د لومړي وزير نريندرا مودي ځانګړی پيغام نواز شريف ته رسولی دی.

په اسلام اباد کې د خیبر پښتو تلويزون د سياسي پروګرام چلوونکي خبريال حسن خان په خپل ټويټر پيغام کې پر حمدالله محب طنز کړی، چې نوموړی خو له پنجابيانو سره ناست دی او کنزلې هم پنجابيانو ته کوي او د هیرا منډۍ پر خلاف خو يې جهاد اعلان نه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

دا بی دینه اشرفی او بی دینه کابینه یی انشاالله د زوال په درشل ولار دی ، نوازی خو لا سه کوی که د تولی نری شیطانان هم ورسره شی هغو ته چی الله پاک، ذلت په نصیب کری ، هغه به وررسیگی .

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط د کابل ادارې بدنام چارواکي د خپلې لړزيدلې بقأ لپاره ان دې ته تيار دي ، چې په خپل عزت او شرف باندې هم معامله وکړې. دا شل کاله يې د افغانانو ملي غرورو او ارزښتونه د نړيوال غربي ښکيلاک په پښو کې ايښودلې دې ، اوس په دې هڅو کې دې چې د اسلام او مسلمانانو د يو بل قسم خوړلې دښمن ( هندوستان ) سره معامله وکړې . د کابل اداره او د لومپن پرولتاريا تنظيمونکی ( حمدلله محيب ) دې په دې ښه پوه وي چې نور يې د واک او اقتدار… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x