نظــر

افغانستان کې د امریکا وروستۍ موخه……!

خالق یار احمدزی

په داسې حال کې چې طالبانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې سترې سوبې ترلاسه او ګڼې سیمې یې تر پوښښ لاندې راوستې؛ تازه امریکا او ملګرو یې یوه نوې او مرموزه لوبه پر لار اچولې او غواړي افغانان د راتلونکو لسیزو لپاره هم د اوسني حالت په څیر په لوږه، غربت او مجبورۍ کې وساتي او د تل لپاره یې د یوه پیاوړي نظام درلودلو څخه محروم کړي.

هوکې؛ راځۍ واقعیتونو ته ور ښکته شو:
امریکا غواړي افغانستان د راتلونکو ګڼو کلونو لپاره هم نیستمن هیواد وي او که طالبان واک ته راتلل هم، د لسیزو لپاره یې جبران نه شي کړای.

ظاهراً امریکا ددې لپاره دوه غوراوي پر لار اچولي چې ۱_ د افغانستان د هغو وسلو او وسایطو لمنځه وړل دي چې خپله امریکا او متحدینو یې د کابل حکومت ته سپارلي.

ددې لپاره چې د لمنځه وړلو لپاره یې ښه پلمه برابره ده، نو ټانګونه، رینجر موټر او ډیسي توپونه د طالبانو لخوا تر نیول کیدو وروسته، د هوایي بریدونو په مټ په نښه او لمنځه وړل کیږي.

د مالوماتو پر اساس، تر دې مهاله په هوایي بریدونو کې په لسګونو دولتي وسایط چې په نیول شویو ولسوالیو، لویو لارو او کلیو کورونو کې درول شوي وه، ویجاړ شوي دي.

دوهم۲_آپشن هم د قرضونو دی؛ د مالوماتو پر اساس، د کابل حکومت چارواکو دا مهال له ګڼو هیوادونو په سلګونو میلیارده ډالر قرض «پور» اخیستی، چې زیاته برخه یې بیرته د هغوی شخصي جیبونو ته تللې او بهر کې یې پرې لوکس کورونه جوړ کړي او بیلابیلو برخو کې یې پرې پانګونه کړې ده.

په دې توګه؛ امریکا او متحدین یې غواړي، افغانستان کې د سولې له راتګ وروسته د راتلونکو کلونو لپاره د حکومت بودیجه د هیواد د بیارغونې، اقتصادي پیاوړتیا او کاري زمینو برابرولو پر ځای؛ د وسلو پر پیرودلو او د ټامي چارواکو لخوا د قرضونو په پریکولو ولګیږي؛ چې په دې اساس به هیواد د راتلونکو نورو کلونو لپاره هم مجبور پاتې کیږي او که نړیوالو مرستې کولې هم، ټولې به د دوی د فرمایشاتو تر منلو مشروطې وي.

ځوانان او فعالان باید دا غږ پورته کړي چې باید د هیواد ملي شتمنۍ د لمنځه وړلو هڅې هیڅ لوری ونه کړي او د ارګ د ټامیانو لخوا وروستۍ فرمایشي هڅې شنډې کړي؛ دا مهال د طالبانو لخوا ټولې نیول شوې وسلې، وسایط او….په کور دننه دي او لویدیځوال او داخلي دوه تابعیته متحدین یې غواړي ټول په هوایي بریدونو کې په نښه او لمنځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

احمدزیه صا حب :- دامریکادپاتی وصایلودمنځه وړلودپاره دپروازومصرف تروصایلوډیردۍ دایوبیسنجسه محاصبه اوفکردۍ داسی نده کفارداسلامی ملکودحملواوقربانیوڅخه ډیرتنګ دی زه په جرمنی کی وم دداعش اوالقاعدی مجاهدینوبه بارداره موټران په یوګڼه ګوڼه ورګډ کړل ډیرخلک به یی په مړه کړل ټول خلک به له دی عمله په ویره کی ول خواشرفغنی یودرواغجن منافق دۍ اروپایان ماته معلوم دی ډیرساده اوآسانه خطاوزی یی داسی خطاباسی چه طالبان القاعده اوداعش تقویه کوی هلۍ زماکومک وکۍ چه زه ستاسوحفاظت کوم دوی دطالبانوتروعدوداشرفغنی منافق وعده غوره بولی–که امریکا،بریتانیا اواروپا پرخپله وعده وفاوکی لکه چه په بی بی سی پښتوکی لیکلی دی:په افغانستان کی دکړکیچ دمخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x