افغانستان

پکتیا کې ۳۵۰ دولتي عسکر طالبانو سره یوځای شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ او هغوی سره یوځای کېدو په لړ کې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې شاوخوا درې نیم سوه دولتي عسکر طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالبان وايي، د ډنډ پټان ولسوالۍ له «فتح» وروسته د کابل حکومت لږ تر لږه ۳۴۲ تنه عسکر د «عفوې» له فرمان څخه په ګټه اخیستنې او د دعوت او ارشاد کمیسیون په زیار دوی سره یوځای شوي او ژمنه یې کړې چې تردې وروسته به د هېواد او ولس پرضد جګړه نه کوي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه ددغو ټولو عسکرو مکمل نومونه او شهرتونه هم خپاره شوي دي.

باید وویل شي چې یو میاشت مخکې طالبانو د ډنډ پټان په ګډون د پکتیا نهه ولسوالۍ ونیولې، چې د دولتي عسکرو د بیا بیا بریدونو سربیره لاهم طالبان ددغو ولسواليو په ساتلو بریالي شوي او هلته یې ملکي ادارې فعالې او خلکو ته په مختلفو برخو کې زیاتې آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د یوی تصحیح اړه ده نعمان صاحب !
تاسی لیکلی چه پکتیا کی ۳۴۲ اربکیان مجاهدینو ته تسلیم شوی په کار دا وه چه تصویر مو هم د پکتیا وی او لا داسی تصویر وی چه د بل ځای نوم بکی نه وی یاد شوی پورتنی تصویر کی واضح لیکل شوی ((( غور )))
غور؛ طالبانو ته تسلیم شوي اربکیان
کشکی په دی مخکی له مخکی فکر شوی وی اوس ناوخته دی مګر د راتلونکی د پاره څارنه ولری بده به نه وی اداره هم باید متوجه شوی وی والعسر ان الانسان لفی خسر

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x