نړۍ

پاکستان: هند له تېرو شلو کالو راهیسې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د پاکستان لومړي عمران خان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر معيد يوسف تور پورې کړی، چې هند له تېرو شلو کلونو راهيسې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي او له هغه ځايه په پاکستان کې ترهګرۍ ته هوا ورکوي.

ډاکټر معيد يوسف د هند له «وايرز» تلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي، که هند د پراختيايي پروژو تر سيوري لاندې په افغانستان کې خپل نفوس زياتول غواړي، نو پاکستان به هېڅکله دا ونه مني.

د عمران خان د ملي امنيت سلاکار زياته کړې، چې د اسلام اباد او نوي ډيلي د اړيکو لپاره لارې شته، خو تور يې پورې کړی، چې د هند اوسنی حکومت د روغې جوړې لپاره لېوالتيا نه لري.

د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه معيد يوسف وويل، چې اسلام اباد په دې اړه د کومې ځانګړې ډلې ملاتړ نه کوي او افغان ولس، چې هر څوک وټاکي، پاکستان به يې په رسميت وپيژني او شريک کار به ورسره وکړي.

له نوموړي پوښتنه وشوه، که طالبان پر افغانستان واکمن شي، نو پاکستان به يې په رسميت وپېژني؟ معيد يوسف يې په ځواب کې وويل، چې هغه مهال به د نړيوالې ټولنې غبرګون او دريځ ته کتل کیږي او تر هغه وروسته به پاکستان خپله تګلاره اعلانوي.

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار په داسې حال کې هند د پاکستان پر ضد د افغانستان خاورې په کارولو تورن کړی، چې تر ده وړاندې د پاکستان لومړي عمران خان، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي، د پوځ وياند جنرال بابر افتخار او نورو چارواکو هم ورته تورونه پورې کړي او په پاکستان د ناامنيو او چاودنو پړه يې پر هندي استخباراتو اچولې وه.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې په بلوچستان، خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د چاودنو او ناامنيو لپاره هندي استخبارات د افغانستان خاوره کاروي.

خو هند او د کابل حکومت دغه تورونه رد کړي او بې بنسټه يې بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

پنجابی پاکستان اوس علنی د افغانستان خاوری داخل کښی د جاسوسو قاتلو کمونیستانو ، تنظیمونو ،طالبانو او ساختګی دیموکراتانو په وسیله د ملت تباهی لپاره ملا تړل اعلانوی او ددوی په وسیله غواړی چی خپله پنجابی باداری په افغان ملت باندی ومنی ددی مردود پلان عملی کولو لپاره پنجابی پاکستان د امریکا او انګلیس له خوا تام حمایه کیږی او د کابل غلامانو مخالفت بابولانی یوازی د غولولو لپاره د زرګری جنګ شکل دی !!!!!

طوطی

مونږه خو تر اوسه کوم هندی کس افغانستان کی لیدلی نده خو پاکستانی مو ډیر د طالبانو سره لیدلی، ګرفتاره شوی او وژل شوی. دی خبرو سره اوس پاکستان غواړی چی د غزن تار په ځای خپل تور مخی عسکر هم سرحد پوری حتی دننه د سرحد ورلیږی په نوم د ترهګر. کچیری وضعیت همداسی روان وی او افغانان یو او بل سره وژنی نو د همسایګانو مداخله په هر نوم سره چی وی حتمی ده.

تور سپین

ځدراڼه بيا څه پرتى وايى. ##. خپل افتخار هم يعنى د روسى او غربى قواوو شکست وياړ، قهرمانى غيرت هم پنجاپيانو ته ور کوى. لکه وطنفروشه کرزى او غنى چه د وزير اکبر خان او نورو افغانى ملى اتلانو په نامه مډالونه خارجى اشغالګرو جنرالانو وزيرانو سفيرانو ته ور په غاړه کړل. يعنى مونږ افغانان ددى افتخاره هو بايد محروم سوو. الله دى تباه کړه.

ملا جانان

په کندهار کي هند د کابل د غلامي ادارې په ملاتړ بلوڅ بیلتون پالي تقویه کوي. په دې کي شک نسته چي خاد (ریاست امنیت ملي) د هند د اتخباراتو سره په پاکستان کي د بیلتون پالو تحریکاتو د ملاتړ پټ پروګرامونه په کار اچولي دي خو پاکستان باید ځکه د دې مسایلو یادونه ونه کړي چي خپله د پاکستان په استخباراتو او فوج کي هم د عالي رهبري په سطحه داسي کسان سته چي په پاکستان کي سیاسي اغتشاشونو ته لمن وهي چي ښه مثال یې د جنرال مشرف د وختو پیښي او دا د عمران خان په وختو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx