نړۍ

جان کېري د اسرییل او حماس ترمنځ د اوربند په موخه تل ابیب ته رسېدلی

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری۱، ۱۳۹۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه، چې د غزې په تراډه کې د اسرییلو له تېري وروسته او د حماس او اسرییلو ترمنځ د خونړیو جګړو په لړ کې، د سولې او ټيکاو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري اسراییل ته سفر کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جین ساکي نن یوه خبري کانفرانس ته د وینا پر مهال وویل :«جان کېري د چهارشنبې په سهار د اسرییل او حماس ترمنځ د سولې په تړاو له اسرییلو سره د خبرو اترو لپاره تل ابیب ته ورسېد».

نوموړي زیاته کړه، چې ښاغلی کېري به له اسراییلي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته بیت المقدس ته هم ولاړشي .

په پام کې ده، چې کېري به همدارنګه د فلسطین له ولسمشر محمود عباس، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د ملګرو ملتونو له سرمنشي بانکي مون سره هم وګوري.

د یادونې وړ ده، چې اسراییل ته د جان کېري له سفر وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم سېمي ته سفر وکړ.

بانکي مون د سفر پر مهال په غزه کې د روان ناورین په اړه خورا نادرې څرګندونې وکړې.

نوموړي سره له دې چې په غزه باندې د صهیونستي رژیم د برید په ترڅ کې ۶۵۰ فلیسطنیان شهیدان او تر ۴۵۰۰ زیات ژوبل شوي بیا هم د دغه برید پړه د حماس په غورځنګ ور واچوله او هغه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي مسؤول وګاڼه.

بانکې مون د ملګرو ملتونو د نړیوال سازمان د عمومي سرمنشي په توګه دا هم وویل : «زه پر اسراییلو باندې د حماس توغندويي بریدونه غندم او په دغو بریدونو کې له وژل شویو اسراییلیانو سره خپله غمرازي څرګندوم».
او زیاته یې کړه، چې اسراییل د خپل ځان په دفاع کې دا حق لري چې د حماس د بریدونو په مقابل کې په ورته اقدام لاس پورې کړي.

د شنونکو په اند، د غزې او فلسطین په تړاو د اسراییلو او د هغې د ملاتړو چې په سر کې يې امریکا او ملګري ملتونه راځي، په دريځ کې که څه هم چندان توپير نه تر سترګو کېږي؛ خو کېدای شي د حماس د نظامي ډلګۍ قسام په ځوابي مرګونو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې له کبله ټول د ژر تر ژره اوربند او جګړې د پای ته رسولو په لټه کې شي.
په غزه کې د اوربند او سولې په تړاو حماس هم له وړاندې خپل دريځ په ډاګه کړی.

د حماس مشر اسماعیل هنیه ویلي، چې د اسراییلو پر ضد روانو دفاعي بریدونو ته به هله د پای ټکی کښېږدي، چې اسراییل د غزې او فلسطین پر مظلوم ولس د بیا ځلې تېري «جسارت» ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x