
ولې رسول اللهﷺ خپله لکړه حضرت عبدالله بن أونيس رضي الله عنه ته ورکړه!؟
حمدلله فطرت
د مکې په مشرکینو کې د هذيل قبیلي مشر خالد بن سفيان الهذيلي شاوخوا زر تنه تکړه ځوان جنګیالي را ټول کړل او د رسول الله ﷺ د ترور اراده یې درلوده.
دا خبر مدینې ته راورسیدی، رسول الله ﷺ چي دا خبر واوریدی موسک شو او ویې فرمایل: خالد الهذيلي زما د وژلو پلان جوړوي مګر په الله قسم چي زه به دی وژنم!!
څوک شته چې د خالد الهذيلي سر راوړي او جنت وګټي!
رسول الله ﷺ چي اعلان وکړ ټول صحابه رضوان الله علیهم له ځایونو نه پاڅیدل!
عبدالله بن أونیس غږ کړ ویل څوک چي یې سر راوړي د هغه انعام څه دی!؟
رسول الله ﷺ وفرمایل د هغه جایزه جنت دی!
عبدالله بن أونیس ویل بس زه یې سر درته راوړم خو لږ مې پوه کړئ چي دا خالد څوک دی، څنګه شکل یی دی… رسول الله ﷺ یې په اړه ډیر کم معلومات ورکړل ورته ویې ویل د هذيل قبیلي مشر دی، ډیر فصیح انسان او وتلی شاعر هم دی…
بن اونیس رضی الله عنه وایي لس ورځې او شپې مې مزل وکړ، د شپې به مې سفر کاوه او د ورځې به د زیاتې ګرمۍ له کبله ویدیدم.
کله چي وایي ورسیدم، نو د قبیلې خلګ راباندي راټول شول چي څوک یې او څه غواړې؟
وایي ما ورته د اوښ د ورکې بهانه وکړه، خلګو پوښتنې کولې چي څه نښې یې وې او ما د ځواب پر ځای شاوخوا څارل چي خپل هدف ووینم… زما سترګې پر یو ټولۍ خلګو ولګیدې، پوښتنه مې وکړی چي دا پاس څوک ناست دي، راته وویل شول چي دا د قبیلي مشر خالد الهذیلي دی… وايي کله چې خالد ته ورغلم رانه ویي پوښتل چي څوک یم او څنګه راغلی یم، وایي ما ورته حیله جوړه کړه او ومې ویل: زه مې په ورک اوښ پسې راغلی یم، خو خبر شوم چې تاسو د محمد د وژلو پلان لرئ ومې غوښتل زه هم درسره شم…! وایي په دې طریقه مي ځان ورنژدي کړ، دشپې چې خلګ ویدیدل نو ما ورڅخه هیله وکړه چې زه به ستا په خیمه کې ویده شم، خالد په سوخر وویل: ته څوک یې چي زما خیمه کې شپه کوې او څه داسي کمال لرې؟
ما ورته وویل: زه شاعري کوم، غواړم د شپې د شعر وشاعري بنډار ولرو…
وایي په دې سره خالد راضي شو، د شپې مو قصیدې شره تبادله کړې کله به ده شعر ووایو اوکله به ما… شپه پخه شوه زما نور شعرونه او حوصله پر ختمیدو وه، ځان مې پر ویدو واچاوه، دی هم پریوت چې ښه مطمئین شوم چي ویده دی نو مې توره را وایسته او سر مې یې له تنې بیل کړ، په ځولۍ کې مې واچاوه او د مدینې په لور روان شوم.
لس ورځې وروسته چې بن اونیس رضی الله عنه کله مدینې منورې ته ورسیدی د مشرکینو د قاید خالد الهذیلي سر یې په شا وو، رسول الله ﷺ ورباندې له لیري غږ کړ بریالی او ګتونکی شوې… کله چې یې له ځولۍ د مشرکینو د قاید سر ورته راوایست نو ویې ویل: یا رسول الله ﷺ! دا شو د خالد الهذیلي سر؛ چیرته دی زما انعام(جنت)؟
رسول الله ﷺ لکړه ورکړه او ورته ویې ویل دا لکړه در واخله په دې به دې د قیامت په ورځ پیژنم او به جنت کې به تکیه پرې لګوې.
عبدالله بن اونیس رضی الله عنه بیا دا لکړه د ژوند تر پایه له ځانه بیله نکړه!
او وصیت یې یي وکړ چي کله مړ شی نو دا لکړه دي هم په کفن کې ورسره خښه کړي.