نړۍ

ایران دجاسوسي په تورنیولي امریکایان خوشي کړل

(نن ټکی اسیا ۲۰۱۱/۲۲) په خبرونوکي  راغلي هغه دوه کسه امریکایان چي دوه کاله مخکي دایران په خاوره کی دایرانی چارواکو له لوري نیول شوی وو، تیره ورځ خوشی کړل.

تیره ورځ دواړه امریکایان دیوي خصوصي الوتکي په واسطه له ایران څخه دعمان پلازمیني مسقط ته ورسیدل چیري چي دنوموړیو قریبانو ورته انتظارکاوه.

ایراني محکمي دواړه نیول شویو امرکایانو هریو شین باور اوجوشوفتال دیوملیون ډالرو په بدل کی خوشي کړل.

په نیویارک کي دامریکي اولس مشر بارک اباما له خبري رسنیو سره په خبروکی وویل نن ورځ مونږ خوشبختی یو اوهغه کسان هم نیک پاله  دي کوم چي له زندانه خوشي شوی دي.

دنیول شویو امریکایانو دخوشي کولو په وخت کی هغه امریکایی ښځه هم وایران ته ورغله کوم چي له نوموړیو سره یوځای نیول شوی وه اوتیر کال دناروغي له کبله خوشي شوی وه.

دعمان حکومت خبرورکړی دي چي ساره شورد چی دناروغي له کبله دلږ وخت لپاره خوشي شوی وه، دهغي دخوشي کولو لپاره هم پنځه سوه لکه ډالره دایران حکومت ورکړی دي.

دری سره نیول شوی امریکایان د۲۰۰۹ کال دجولای دمیاشتی په  ۳۱نیټه دعراق له پولي سره څیرمه دایرانی چارواکوله لوري نیول شوی، دنیول کیدو په وخت نیول شویو امریکایانو ویلی وو چي دغرونو دپی کولو دسپورټ له کبله لاره ورکه کړی وه اودایران خاوري ته را اوښتی وه.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x