
د یوه باز کیسه
حامد افغان
کيسه کا یوه پاچا ته چا دوه ښایسته بازان ډالۍ کړل، هغه د بازانو مشهور روزونکي ته وسپارل چې روږدي یې کړي. څو میاشتې وروسته د بازانو روزونکي پاچا ته وویل چې یو باز د اسمان په څنډو کې ښایسته او په زړه پورې الوت کوي او دا بل چې الوت ته پرېږدم څنګ ته ونې ته ورشي او هلته د ونې پر یوه خاښ کېني او چې هر څه پرې وکړم له هغه ځایه نه ښوري!
پاچا د هیواد له مختلفو سیمو ډاکټران او د مارغانو مختلف ماهرین راوغوښتل، څو د دې باز په اړه څه وکړي، خو هغوی ټولو ونه کړی شوی چې دا باز والوزوي. پاچا له ډېرو سوچونو وروسته خپلو کسانو ته وویل: ولاړ شئ، له کلیوالو سیمو کوم هوښیار بزګر راولئ او هغه یې راوست، هغه ته یې د باز ستونزه وویله، هغه ورته وویل زه یې نن شپه ګورم. سهار چې پاچا راپورته شو، باز یې ولید چې د ده د قصر پر باغچو یې الوت کوه! پاچا بزګر راوغوښت او ویې پوښتی چې څنګه مو باز الوت ته چمتو کړ؟ هغه ورته وویل: اسانه کار و، د هغې ونې خاښ مې پرې کړ.
ځینې خلک د دې باز غوندې د ډار، دوه زړه توب او بدلون نه منلو پر خاښ ناست یي، سره له دې چې هغه خورا ځواکمن وي، زیات صلاحیتونه لري او د ډېرو لویو کارونو وړتیا لري. خو همدې د ډار او په هر شي کې شکمني پر خاښ ناستې شل او شوټ کړی یي او ټول ستر صلاحیتونه او غوره وړتیاوې یې فلج ساتلې وي.