نظــر

د هوايي ډګر ساتل که بله ستره لوبه

عبدالوحيد وحيد

زمونږ هیواد ته اوس د نړيوالو په ذهنونو کې هغه پخوانى برم نه دى پاتې. اوس د افغان له نوم څخه د هيڅ دښمن د ويرې احساس نه کيږي. دښمن اوس پوهيږي چې اړتیا نه لري، زمونږ د وژلو تکلیف وکړي، ځکه چې مونږ په خپله سره وژنو. اوس مونږ په خپلمنځي دښمنۍ کې هغه پخواني ټول دودونه او سرې کرښې ختمې کړې دي چې په عذر باندې کور ته راغلى دښمن مو نه واژه، دښمن مو د شا لخوا نه ويشته، په مسجد او هديره کې مو نه مړ کاوه، دښمن به مو چې وواژه نو څادر به مو ورباندې غوړاوه، د لمانځه په مهال، د ښځې او ماشومانو په وړاندې مو نه واژه. اوس يې ښه په زغرده په هر ځاى کې په هر ډول وژنو، په ځينو مواردو کې خو ټول فاميل هم له خاورو لاندې کوو سوځو يې هم او نوره بې عزتي يې هم کوو.

له کله نه مو چې په انسانيت پيژندنه کې د دوکتورا درلودونکى د افغانانو د وژلو او ځپلو ګواښونه کوي، د سولې، عاطفي، ترحم، عفوې او دعوت بالموعظة الحسن دين پورې تړلي ډلې مو د وژلو نړولو او سوځولو لاره نيسي، نو له امریکا وروسته دادى ترکيه هم له امریکا سره زمونږ د هیواد واکدارۍ ته ملا تړلې ده. غواړي د کابل نړيوال هوايي ډګر د ساتلو په نوم له امریکا سره د ايس څلور سوه دفاعي روسي سيستم د پيرلو له امله په لوړه کچه خرابه شوې اړيکې بيرته ورغوي او په زياته پيمانه د مالي، لوجستیکي سياسي او نورو امتیازاتو ترلاسه کولو وروسته په بدل کې دلته پاتې شي. له مونږ سره مشوره هم نه کوي او مونږ هم د جګړو له امله د ترکيي د ښکيلتيا ګټو او زيانونو څيړلو ته بيکاره شوي نه يو.

مونږ باید ومنو چې که نړيوال ديپلوماتيک بنسټونه دلته پاتې کيږي نو د ګډوډۍ په صورت کې له اوسني جوړښت او امکاناتو او په وروستیو اوونيو کې د سقوط تسلسل ته په کتو زمونږ امنيتي ځواکونه د هوايي ډګر د ساتلو او بهرنيو ديپلوماتيکو مراکزو پرسونل ته د خوندي وتلو ضمانت نشي کولاى. د طالبانو په ژمنو باندې هم نړيوال کله باور نه کوي. اړتیا شته چې داسې ځواک ته د کابل او ځينو نورو ولاياتو هوايي ډګرونو ساتلو مسئوليت وسپارل شي چې په کور دننه او بهر حساسیتونه او پاروونکي غبرګونونو ته لاره نه پرانيزي.

پوهيږو چې نننۍ ترکیه د پروني عظمت د بيرته ترلاسه کولو په تړاو فکر هم کوي او کار هم کوي. د همدغه هدف لپاره د نړيوال سياست په لوبو کې د ترک تباريت او اسلامیت دواړه کارتونه کاروي. دغه د ترکيې خپل سياست ده او مونږ ورباندې نوره تبصره نه کوو. البته د خپل هېواد په جغرافيه کې مونږ حق لرو چې د ترکيې په کړنو غبرګون وښيو.

دغه هېواد په جنايي قضيو کې د مجرمینو د ژغورلو په موخه د هغوى د خوندیتوب لپاره د ديپلوماتيکو اسانتياو برابرول او ترک تبارو بشري جنايتونو له مرتکبینو سره ژورې اړيکې د افغاني ټولنې په ذهن کې د ولسمشر اردوغان د اسلامي هويت په هکله اندېښنې را پاروي.

ښه به دا وي چې د سبا د ماتم د مخنیوي لپاره همدا نن په زغرده يو بل ته خبرې وکړو. د افغانستان د ويشلو په هکله د امريکا د اوسني ولسمشر پخوانۍ څرګندونې، د ډاکټر نجیب د حکومت په اخري وختونو کې د ځينو پرچميانو او دوستمي مليشو لخوا د کابل د هوايي ډګر ساتلو بوږنونکی تاريخ، په پروژه کې د پاکستان ښکېلولو ترشا پټې موخې، د ولسمشر اردغان لخوا طالبانو ته د اشغالګرو خطاب چې کيداى شي د اشغال موخه يې په شمال کې د ترک تبارو سيمو نيول وي. د ارګ انزوا او چوپه خوله له مونږ سره پوښتنې راپورته کوي.

مونږ شک کوو، هسې نه چې دغه درې واړه په ګډه زمونږ د هیواد لپاره د خطرناکو پلانونو د عملي کولو لپاره سره يو ځاى شوي وي. اخر زمونږ د هیواد په تړاو په اوسنيو حساسو شېبو کې د يادو دريو داسې هيوادونو لخوا څه روان دي چې زمونږ د هیواد په تړاو يې په تګلارو او کړنلارو کې نيمګړتياوې شتون لري؟

ايا زمونږ چارواکو، طالبانو او سياستوالو کومه معامله کړې ده، عمدي تجاهل کوي او که په تيارو کې ساتل کېږي؟ بالاخره که اړتيا هم وي، نو دغه کار ولې داسې هېواد ته نه سپارل کېږي چې د افغانستان په قضاياوو کې د لاسوهنې په تور تورن نه وي؟

په پښتو ژبه کې يو متل دى واىي د بيکاره کور ميلمه واکدار وي. په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې ترکيه غواړي له سوریې څخه جنګیالي استخدام او کابل ته يې د هوايي ډګر ساتلو ته راوړي. دغه ډول کارونه په نړۍ کې د خورا پيچليو عزائمو په موخه ترسره کيږي. ترکيې ديته ورته کارونه په سوريه او ليبيا کې هم کړي دي او په هغو هېوادونو کې يې ستونځې جوړې کړې، کورني او بهرني حساسیتونه يې را پورته کړي دي.

د افغانستان په سياست کې د قومونو د استازيتوب په نوم لوبيدونکې څېرې د قوم د يوې ځانګړې سيمې استازى کيداى شي خو هيڅ سياسي مشر په هيڅ وجه د هيڅ قوم استازيتوب نشي کولای. امکان لري چې ممکن نزدې درې لسیزې وړاندې د روسیې په شان دا ځل ترکیه د خپلو ناروا موخو ترلاسه کولو لپاره له همدغه سپارل شوي مسئوليت څخه په استفاده خپل اجنټان پياوړي کړي او يو ځل بيا زمونږ ملي امنیت وننګوي.

داسې شک هم شته چې امریکا او ترکيه په ګډه د خپلو ګډو ګټو په چوکاټ کې په سيمه کې د افراطي ډلو فعالیت ته لاره هواره کړي او بيا به چين په سينکيانګ ايالت کې د شرقي ترکستان د داعيې د ژوندي کولو په تړاو د ترکيې د دغې ښکيلتيا په هکله غبرګون وښيي. دغه غبرګون به يقيناً په سيمه کې زمونږ ملي ګټې وګواښي او له چين سره به مو اړيکو ته زيان واړوي.

د امریکا او ترکیې ترمنځ د ګډ کار کول به د افراطيت د مفکورې د خپرولو له ويرې د منځنۍ اسيا د هيوادونو او د روسیې حساسیتونه را وپاروي.

تر هر څه مهمه داده چې ترکیه غواړي د خپل اسلامي او تباري کارت په کارولو، په منځنۍ اسیا کې خپل نفوذ پراخه کړي، امریکا به خپلو پخوانيو پلانونو د عملي کولو پر لوري مخ په وړاندې لاړه شي، پاکستان به د ستراتيژيک ژوروالي موخې ته د رسيدو لپاره د امریکا او ترکیې له سرپرستۍ لاندې فرصت ترلاسه کړي. مونږ به يوازې زيانونه وينو او خداى مکړه چې ځمکني بشپړتیا مو له لاسه ورنکړو.

د حل لاره؛
اوسني شرایط دا ايجابوي چې د جګړې دواړه خواوې د خپلو مسئوليتونو د درک له مخې دغه تهديد جدي وګڼي د يو بل د تسليمېدو خوبونه ليدل، د سولې په تړاو يو بل پړ ګڼل او په يو بل تورونه لګول پريږدي. سوله له خپلې معنا او مفهوم سره ومني. که په دغه هېواد کې ګډ ژوند کوو، نو نن يو ځل بيا وايم چې د واک د انحصار فکر ليونتوب دى.

زه له نورو سره د طالبانو په ګډ کار کولو کې هيڅ قباحت نه وينم. هغوى په فساد کې ددغې ډلې احتمالي ښکيلتيا بانه نيسي. که د ښکيلتيا خبره وي نو اوس هم د هغوى په ليکو کې فساد شتون لري. باور لرو چې که جګړه ختميږي، کار اهل کار ته د سپارلو تعهد کيږي، د مجازات او مکافات اصل ته ژمنه شتون ولري، که د قانون پلې کولو اراده موجوده وي، که په مديريت کې وړتیا شتون ولري او له قانون څخه د معافیت کلتور ته د پاى ټکى ايښودل کېږي، نو په ګډ کار کولو کې هيڅ حرج نشته. متخلف شخص يا اشخاص د قانون له مخې عدلي او قضايي محاکم سزا ورکوي او همدغه د جرائمو ګراف راښکته کيږي. داسې سپېڅلې ټولنې کله هم نه دي جوړې شوي چې د فساد جرم او جنايت ګراف صفر ته راښکته شوى وي. که دغه کار شونى واى، نو عدلي او قضايي ادارو ته به هيڅ اړتيا نه وه.

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د ازاد او اباد افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي نجیب الله زاهد

وحید صاحب الله دې ډېر عمر درکړي او الله (ج) دې په پوهه کې برکت واچوي لیکنه دې ډېره معقوله ده خو د عقل او درک خاوندانو ته. جناب وحید صاحب که دواړه لوري له خودخواهۍ څخه تېر نشي خدای مکړه هېواد به مو له ستر ناورین سره مخامخ شي او ستاسو په لیکنه کې دې موضوع ته ډېره ښه اشاره شوې ده. الله دې ټولو لورو ته د تعقل او ښه تدبیر توفیق ورکړي او الله دې دغه مسلمان ملت لدې حالته وباسي. اللهم لامانع لما اعطیت و لامعطی لمامنعت و لاینفع ذی الجد منک الجد.

سيد محمد

څنګه به ووزي سي تاسي امریکایانو په په ۱۳ میلونه جیب خرڅ واخیستلاست؟ اوس امریکا ستاسي کتابي ورور ده مګر خپل مسلمان سي لاالاه الاالله محمدرسول الله وایی حلالوۍ😭؟ امریکایان اوسل له میرانشاه درباندي بمونه غورځوي چیرې ده ستا سي افغاني غرور ##😡

وحيد

جناب مولوي صاحب محترمه سلامونه مې ومنئ الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره. له پيرزوونو څخه مو نړۍ مننه. باور وکړئ چې نه چا ته تمه او نه هم لالچ کوم. ټول له ما څخه لا خفه وي. يوازې دومره غواړم ووایم چې ډيره زياته جګړه وشوه، ډير پردي مو مات کړل خو ګټه يې نورو يوړه. اوس وخت د سياست ده. که رب العزت توفیق راکړې راکړې او د خپل دين هيواد او اوس له زياتو قرضونو څخه يوه وړوکې برخه ادا کړاى شم نو نور به مې هيڅ ارمان نه وي پاتې. بيا هم مننه… نور لوستل »

سيد محمد

لغاتونه خو د ټول عربي دي کوم اسلام ؟ له پنجابه راروان اسلام!## ستا په دغه اسلام د اسلام تاریخ او د خلیفه ګانو تاریخ مي ټول ستاسي تر شیخ ## هم ښه زده ده خو داسي ## نور د ځمکې په سر نسته لکه تاسي ##. زه پوهیږم د پنجاب## زما نظر تاسي نه خپروۍ یوازي د خپلو ## سي یو څو عربي لغاتونه یې زده بل یې نه ګرامر سته نه املا. خلک د تاسي په نن اسیا ټکي نه (ټګي) کې ##. زه پوهیږم د افریقا د ځنګلو ## تاسي به ډیر ماته غریږۍ. خو## ځای به… نور لوستل »

عظيمی

## را اګر به ببرید کي آمد همين سيد محمد است۔ ددی انسان زړه دومره تور دي لکه د ژمی د بخار نل۔ شرابی چه ساه اوباسی نو مردار د شرابو بوي ځني پزی ته راسی ۔ دغه د حضرت عسی خر چه خوله خلاصه کی د منافیقت لغات ځنی اوریدل کیږی او لیکل کیږی۔

عبدالله مجید وردک

اسلاموعلیکم و رحمه ، ما شاالله دیر په زره پوری نقاطوته مو اشاره کری وه ، په دی باور لرم چی ملا تر مکتبی با رحمه ترم زری او له خدایه دیر ویریدونکی دی ، توکل یی دی پر خدای وی ، که ترکیه ترکستان غواری نو له ایرانه دی شروع وکری ترکمنستان دی هم آذربایجان غوندی ازاد کری نو مونک به هم دده ترک عثمانی هغه بی کفایته تمدن او اوسنی تمدن، او رزیل مکتبی اخوانی ، شریر به خپل سیاست له خپلی بی عقلی کوپری اخیستی وی نه له شریعته، زما باور په مکتبی هغه هم اخوانیانوباندی بلکل… نور لوستل »

Back to top button
6
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x