نړۍ

ولسمشرکرزي پر غزې د اسراییلو یرغل محکوم کړ

نن ټکی آسیا (چهارشنبه، زمري ۱، ۱۳۹۳): ولسمشر کرزي په یوه پیغام کې پر غزې د اسراییلو یرغل غندلی.

ښاغلي کرزي د فلسطین ولسمشر محمود عباس ته د غزې پر تراډې د اسراییلو بریدونو په اړه لیک لیږلی چې په کې یې ویلي: «د افغانستان ولس له فلسطین سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او د فلسطین پر خلکو د اسراییلو ناځوانه بمبارۍ محکموي».

د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپور شوي د ولسمشر کرزي په دغه لیک کې راغلي چې له فلسطیني ولس سره د خواخوږۍ لپاره د افغانستان دولت نیم میلیون ډالر د بمباریو قربانیانو سره مرسته اعلانوي.

تېره چهارشنبه ارګ اعلان وکړ چې ولسمشر کرزي، مرستیالانو، ملي امنیت مشاور، بهرنیو چارو وزرات او ماليې وزارت پریکړه کړې چې د فلسطین له ولس سره نیم میلیون ډالر مرسته وکړي.

ولسمشر کرزي دوه کاله وړاندې په ۱۳۹۱ل کال کې په لومړي ځل په فلسطین کې د اسراییلو له لورې د ښارګوټو جوړونه وغندله او دا یې د سولې لپاره ستر خنډ وباله.

د تېرو دوولسو کلونو په اوږدو کې افغانستان دولت د اسراییلو د کړنو پر ضد هيڅ ډول عکس العمل نه و ښودلی.

اسراییلو په وروستیو څو اونیو کې په فلسطین لومړی بمباري او ورسته یې ورسره ځمکني پوځي عملیات پیل کړل.

په دغو عملیاتو کې تر دې مهاله ۶۴۹ فلسطینيان شهیدان شوي او په زرګونو نور ټپيان دي.

د حماس په ځوابي بریدونو کې د اسراییلو په وینا تر دې مهال ۳۱ اسراییلي پوځيان وژل شوي او تر ۲۰۰ زیات ټپیان شوی دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahim popal

حامید کرزی اوس چی د ده دوره په ختمیدو ده کوښښ کوی چه خپل ځان مستقل ښکاره کړی. دده خوله ولی ھغه وخت ګندلی وه چه پر ګران افغانستان ھغه بمان چه امریکی او ناتو په خپل تول ارسونال کی درلودل. ُپه شمول دیپلیتید یورانیم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x