نظــر

د ملي اهدافو په اساس ولاړ حکومت/ نهمه برخه

سيد مبين شاه

د اختلافي موضوعات د حل پيشنهاد:
د حکومت او طالبانو د مسلحو قواو د دمج په هکله پيشنهادي توافقات:

ټول پوهيږو چې د افغانستان د عدم استقرار دوه عمده سببه دي چې يو داخلي تشنجات او بل يې خارجي مداخلات دي او يو د بل پورې تړلي دي. داخلي تشنجات د خارجي مداخلاتو لپاره لاره هواروي او خارجي مداخلات داخلي تشنجات نور هم زياتوي. هر هغه طرف چې د ملي اهدافو د تحقق په مخکې د خپل شخصي زرو او زور په خاطر تشنجاتو ته لمن وهي او يا په مجموع کې هره موضوع په جدل بدلوي. د چالاکۍ، زور او زرو پواسطه د خپلو شخصي ناروا ګټو د حصول په خاطر مجبوره او ګروګان خلک د سياسي قدرت د ساتلو او يا لاسته راوړلو په خاطر جنګوي د ملي اهدافو د تحقق په اساس ولاړ حکومت د جوړيدو په مخکې مانع دي.

پدغسې حالت کې هيڅ اړخ (حکومت او مخالف) نشي کولای د ملي اهدافو په اساس ولاړ حکومت جوړ کړي او نه به د موجوده بحرانونو چې تقريباً 10 ميلونو بيکاره خلکو ته د کار زمينه برابره کړي او نه به د کونډو او يتيمانو ښه پالنه وکړي او نه به د فقر د خاتمي لپاره داسې ګامونه واخلي چې د ملي اهدافو سره متنافي نه وي او نه به د اسلامي او نه به ديموکرات باثباته حکومت په جوړولو قادر شي.

بدون لدې چې پدې قضاوت وکړو چې ملامت يا سلامت څوک دي. ځکه افغانان هر يو ځان من بولي او نيم منی پکې نه شته او هيڅکله زور ته نه تسلميږي ولو که ډير ضعيفه هم وي او حتی افغان کافر هم د بل مسلمان زور نه مني ولو که هغه افغان هم وي او مسلمان خو يې لاڅه کوې چې هغه خو بالکل تر ټولو ځان حقدار، قوي او تر ټولو محترم بولي په ژوند غازي او په مرګ شهيد خپل د ژوند هدف بولي. خو ټول خلک پدې پوهيږي چې عسکر او طالب دواړه افغانان او ددې وطن بچيان دي او هر يو د يو مجبوريت او دليل له مخې د بل ورور په ضد پردی ټوپک په اوږه جنګ ته اړ شوی دی.

کيداي شي د يوه اړخ مجبوريت او دلايل مشروع او د بل غير مشروع وي چې په اوس وخت کې بحث يې جنجالي بې فايدې او د سولې منافي موضوع ده. مګر دا واضحه خبره ده چې هر يو طرف د ازادۍ، امنيت، عدالت او پرمختګ دعوه کوي حتی تېرو ورځو کې اشرف غني هم وويل چې امريکايي عسکر ده وويستل..!!!.

هر اړخ  جمهوريت خواهان او طالبان پدې پوهيږي چې د ملي دفاع عمده هدف د خارجي يرغل په مقابل کې د خپل هيواد د سياسي حدودو څخه دفاع او د امنيت د تامين په خاطر د ملي پوليسو وجود يو ضروري خبره ده. دواړه طرف د هدف او اداراتو د وجود مدعيان دي. که څه هم هر يو غواړي چې دواړه ډلې د مسلمانو افغانانو په څير يو ځای د وطن دفاع او امنيت تامين کړي. خو نه پوهيږي چې څرنګه به دواړه ډلې چې له يو بل سره يې په تېرو شلو کلونو کې جنګ کړيدي په اتفاق او يو ځای د استقلال او امنيت د تامين د ملي اهدافو د تحقق په خاطر يو ځای په ګډه دفاعي او امنيتي سيستم هم د هيکل، هم د وسايلو او تجهيزاتو او هم د انګېزې، نظم او دسپلين په لحاظ قوي کړي او د خارجي دښمن دسيسي شنډې کړي.

نو پدې خاطر په بين الافغاني مذاکراتو کې د دواړو اړخونو توجه پدې هکله لاندې پيشنهادي توافقاتو ته را اړوم:

پيشنهادي توافقات:

  1. ددې معاهدې څخه ورسته د جمهوريت ډله او طالبان پدې اتفاق دي چې ټول مسلح طالبان د يو لست له مخې د موجوده اردو، پوليسو او ملي امنيت مهم جزء وي.
  2. د علماوو او متخصصينو واکداره کميسون چې د دواړو ډلو په توافق به د اهل خلکو څخه جوړ وي او د بين الافغاني مذاکراتو په نتيجه کې رامنځ ته شوي وي. چې عمده مسؤليت يې د دمج طرز العمل، کاري پلان او په اينده حکومت کې د دمج په هکله د ټولو مادو تطبيقول وي.
  3. د دمج طرزالعمل، کاري پلان او لوايح بايد واقعي دمج داسې رامنځته کړي چې د دفاعي او امنيتي سيستم قوت او پرمختګ تضمين کړي او د هر قسم ناباساماني، دښمنۍ او جنجال مخه ونيول شي.
  4. دواړه خواوې توافق کوي چې د دوه کالو څخه وروسته به د ملي اردو او پوليسي خدمتونه د افغانستان د هر متبوع، بالغ، عاقل او راشد وګړي ديني او ملي مکلفيت وي.
  5. ملي اردو او پوليس بايد اضافه قوتونه په قوه کار تبديله کړي او د دې کار لپاره بايد د نورو وزارتونو سره په هماهنګۍ عامه تصدي فعالې او يا ايجاد شي چې د پوليسو او اردو د اضافه عسکرو څخه په توليد کې په موثر ډول کار تري واخيستل شي. له يوې خوا به عسکرو ته عايد او د بلې خوا به د اردو تجهيزات تقويه او د بلې خوا به ملي عايد ته ګټه ورسيږي او په نظامي او اقتصادي پرمختګ به تمام شي.
  6. عسکرو ته بايد د نظامي زدوکړو ترڅنګ مسلکي او مهارتي زده کړې هم ورکړل شي تر څو د مکلفيت د دورې د خاتمي څخه وروسته خپل ژوند په بريالي او باعزته توګه مخ په وړاندي يوسي.
  7. د مکلفيت په دورې کې عسکرو ته د مجاني تخصصي تعليماتو او فني زده کړو چانس هم ورکړل شي.
  8. دفاعي او امنيتي قواوې په ملي او اسلامي انګيزه تربيه شي او هيڅکله هم دا محاوله ونه شي چې په داخلي سياست کې ور داخلې شي. تر څو د تير وخت د تاريخي ترخو کودتاګانو او ورانۍ مخه ونيول شي.
  9. ددې معاهدې په امضاء دواړه خواوې د پورتني توافقاتو په تطبيق مکلفې دي او د مخالفت په صورت کې به د قانون، شريعت، خلکو او نړيوالو په نزد پړ ملامت او د جزاء وړ وي.

او داسې نور.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x