تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۳۳) د خبرو او عمل توپير

شهرت ننګيال

د خبرو او عمل توپیر:
حقاني صاحب د حکمتیار او احمد شاد مسعود ترمينځ د جګړې به مخنیوي کې د سولې کمېسیون لخوا د يو پریکړه لیک په وړاندې کولو خپل زغروال ځواکونه او مجاهدین د دواړو غاړو ترمينځ ځای پر ځای کړل، په پریکړه لیک کې راغلي:

ختم و قطع جنگ بهر معنا و مفهومیکه باشد…
بعد از صدور اعلان فیصله در ظرف مدت یک هفته تمام قوت های متقابل و متخاصم از شهر کابل و کمربند اطراف شهر کابل خارج گردد.
تامین امنیت کمربند امنیتي شهر کابل و داخل شهر کابل در وقت عقب کشیدن قوت های درگیر، تحت قيادت شورای صلح

توسط قوماندانان کابل و حسب ضرورت یک تعداد مجاهدین متفق عليه صورت گیرد و بعدا به قطعات منظم وزارت دفاع و داخله تسلیم شود.
تمام سلاح ثقيله و وسایط حربي اردو مربوط بیت المال بوده، از کمربند امنیتی کابل خارج شده نمیتواند.

لوړ پرېکړه لیک د ۱۳۷۱ لمريز د ثور پر ۲۷مه چهلستون بڼ کې اعلان کړی شو، حقاني صاحب له حکمتیار او مسعود ليکلی ډاډ ترلاسه کړی و، چې د دوی له خوا شوې پرېکړې ته ژمن اوسي، د سولې پرېکړه د ۲۵۰ قوماندانانو، قومي مخورو، علماوو له خوا تصویب او لاسلیک شوه، د ثور پر ۲۹مه د پرېکر لیک له اعلان يوه ورځ وړاندې حقاني صاحب له حکمتیار و مسعود سره رابطه وكړه او يو ځل بیا یې د سولې د پرېکړې په اړه د دوی ژمنتیا ترلاسه کړه.

حقاني صاحب پنځوس زغروال ټانکونه او سلگونه مجاهدین د حزب او نظار شورا جنگياليو ترمینځ ځای پر ځای کړل، مسعود ژمنه کړې وہ چې د دغو افرادو اعاشه او د تېلو لگښت به دولت برابروي، خو دوې ورځې وروسته يې له دې ژمنې غاړه وغړوله.

پر دې سربېره مسعود د سولې پرېکړې ته هم ژمن پاتې نه شو او د جنرال حمید گل، اعجاز الحق او سعودي شهزاده تركي الفيصل په مینځگړيتوب يو بل تړون ته په بتخاک کې کېناستل.
ددغې ناستې يوه برخه وال ماته وويل: احمد شاه مسعود حکمتیار ته په طنز وویل، حقاني آم کتی چند تانک غورازه خود آمده که صلح
میکنم…

راتلونکی عنوان:
لومړنی سفر لومړنی ګوزار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حکیم الامت

د کورنیو جګړو اتل او بنسټګر مسعود دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x