افغانستان

امریکا او حکومت هلمند کې ښوونځی او روغتون بمبار کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): امریکایي الوتکو او حکومتي عسکرو د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر یوه سیمه ییز روغتون،‌ ښوونځي او عامه ځایونو بمباري او توغندیز بریدونه کړي.

ځايي سرچینې وایي، امریکایي  B-52الوتکو تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ پر ستر روغتون، د یادې ولسوالۍ پر لیسې او د «موټرسیکلانو کوڅې» په نوم پر یوه عامه ځای نهه ځلې بمباري کړې او تر هغه وروسته دولتي عسکرو پر یاده سیمه له لیوا څخه توغندي ویشتلي.

د سرچینو په حواله،‌ په دې بریدونو کې د روغتون بسترخونه،‌ یو مسجد او ګڼ د هستوګنې کورونه ویجاړ شوي او همدارنګه د سره صلیب اړوند یو فیلډر موټر له منځه تللی.

ددې تر څنګ په یادو بریدونو کې د روغتون د کارکوونکو، ناروغانو او ولسي‌ وګړو په ګډون دوولس تنه ټپيان شوي هم دي.

Image

Image

Image

حکومت او بهرنیو ځواکونو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي،‌خو پر عامه ځایونو د ګډو ځواکونو بریدونه داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې د حکومت یوه پلاوي‌ له طالبانو سره تر مذاکراتو وروسته هوکړه وکړه چې د عامه ځایونو د امنیت خوندیتوب ته به ځانګړی پام کوي.

بل لور ته له څو میاشتو تېرېدو وروسته یو ځل بیا بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه پيل کړي او بي دوه پنځوس الوتکې یې افغانستان ته رالېږلې دي، چې طالبان یې د شوې توافقنامې خلاف عمل بولي او د ناوړه درنو پایلو درلودلو خبر یې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خو یی بد کار ندی کړی عین کارونه چی طالبان یی کوی. د ښونځی سوځول، ویجاړول دا خو لوی جهاد دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x