
د غازي اباد تر سقوط وروسته د کونړ ناړۍ ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته ولوېده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): طالبان وايي، د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ مرکز او ورسره تړلي ټول دولتي تاسیسات یې په خپله ولکه کې اخیستي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي، چې طالب جنګیالیو تېره شپه د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ مرکز او ورسره تړلي ټول تاسیسات نیولي او د یادې ولسوالۍ ولسوال «ګل زمان» له خپلو اتیا تنو عسکرو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی.
د مجاهد په خبره، د ناړۍ ولسوالۍ په نیول کېدو سره ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
#الفتح:
مهم: نن سهار د کنړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ مرکز له ټولو ملحقاتو سره په بشپړه توګه د مجاهدینو لاس ته ولوید.
د یادې ولسوالۍ ولسوال(ګل زمان) له ۸۰ تنه عسکرو سره له مجاهدینو سره یو ځای شو.
خورا ډیره وسله، ګڼ وسائط او ډیر مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 25, 2021
حکومت که څه هم تر دې دمه د ناړۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې د کونړ غازي اباد ولسوالي هم طالبانو نیولې وه.
ورته مهال هشت صبح ورځپاڼې بیا د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې په ناړۍ ولسوالۍ کې شته اته سوه افغان عسکر طالبانو ته تسلیم شوې دي.
د سرچینې په وینا، پر یاده ولسوالي له اوږدې مودې را پدېخوا سخته جګړه روانه ده.
د غازی آباد ولسوالی که سقوط وکړی او که یی ونکړی ګټه یی به یی څه وی؟ په ولسوالیو نیولو سره صرف ویرانی و یجاړول نور څه تر لاسه کولای نشی. یو ولایت ونیسی هلته خپل د خوښی حکومت اعلان کړی چی ټولو ته معلومه شی چی د دنیا څو ملکونه مو په رسمیت پیژنی.