افغانستان

د امريکا دفاع وزير: راتلونکي وختونه به د افغان پوځ وړتيا ثابته کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزير لايډ اسټن ويلي، چې افغان پوځ د پرمختګ وړتيا او ځواک لري، خو دا به راته راتلونکي وخت ثابته کړي، چې څه پېښيږي.

لايډ اسټن د الاسکا د سفر پر مهال خبريالانو ته ويلي، د افغان پوځ بنسټیزه دنده د طالبانو د پرمختګونو مخنيوی او له لاسه وتلې سيمې بېرته له طالبانو نيول دي.

نوموړي زياته کړې، چې ايا افغان پوځ به د طالبانو د پرمختګونو مخه ونيسي که نه؟ دا به وخت ثابته کړي، خو د دې پوځ لومړيتوب دا دی، چې اوس وخت کې د طالبانو د پرمختګونو مخه ډب کړي.

تر دې وړاندې د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» او يو شمېر اوسنيو او پخوانيو امريکايي چارواکو اندېښنه ښکاره کړې وه، چې ښايي د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د کابل حکومت ډېر مقاومت ونه شي کړی.

د امريکا د ملي امنيت پخواني سلاکار مک ماسټر تېره اونۍ ويلي و، د بهرنيو پوځيانو له وتلو وروسته د کابل حکومت د سقوط شونتيا ډېرېږي.

امريکايي چارواکي دا څرکندونې په داسې حال کې کوي، چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ تر ۹۵ سلنه زياته بشپړه شوې او ټاکل شوې، چې د راتلونکي اګسټ تر پایه ټول بهرني پوځيان له افغانستانه ووځي.

د بهرنيو پوځيانو  له وتلو سره طالبانو د هېواد شمال، مرکزي ولايتونو او جنوب کې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي او زرګونه عسکر او پوليس هم طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبان وايي، ډېری ولسوالۍ او زرګونه پوځيان ورته د قومي مخورو په منځګړيتوب له جګړې او مرګ ژوبلې پرته تسليم شوي دي.

د کابل حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم وړمه ورځ له بي بي سي سره د مرکې پر مهال ويلي و، چې طالبانو ډېری ولسوالۍ له جګړې پرته نيولي دي.

د طالبانو د وروستيو پرمختګونو له امله د کابل حکومت تېره ورځ په ۳۱ ولايتونو کې د شپې په ګرځېدو بنديز لګولی او امر يې کړی، چې له سختې اړتيا پرته دې عام خلک د شپې له لسو د سهار تر اوو بجو پورې له کورونو نه وځي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x