ورزش

افغان لوبغاړی مهدي ياوري لومړۍ سيالۍ کې له اولمپېک لوبو بهر شو

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د ټوکيو اولمپېک ۲۰۲۰ سياليو پرمهال افغان نښه ويشتونکی مهدي ياوري په خپله لومړۍ لوبه کې له سختې ماتې خوړولو وروسته له اولمپېک لوبو بهر شو.

مهدي ياوري په لس متره واټن کې د بادي توپک نښه ويشتنه کې نن د کابل پر وخت سهار ۸:۳۰ بجې د ۴۶ سيالونکو سره سيالۍ ته ننوت چې په ۶۰۱.۴ نمرو سره په وروستي نمبر رابهر شو.

ياوري په ۸م نمبر سيالۍ ته ننوت خو په ۴۷م نمبر له لوبو بهر شو، او له راتلونکي پړاو څخه وويستل شو.

د لوبې په پای کې د چين څخه يانګ، کوزينيسکي او شانر له امريکا څخه، جاني پاتريک له سلواکيا څخه، آګکان له ترکيې، ماسلينيکوف له روسيې، پيني له مجارستان او شينګ لي هاو چينايي وتوانېدل دوهم پړاو ته لار ومومي.

د نن ورځې سيالۍ په پای کې د چین څخه یانګ د ۶۳۲.۷ پواينټونو په ترلاسه کولو د اولمپیک پخوانی ریکارډ چې د ايټالوي لوبغاړي له لوري د اګست په ۸مه په ۲۰۱۶ کې په ۶۳۰.۲ نمرو وړلو جوړ شوی و مات کړ.

د ټوکيو اولمپېک لوبو په لړ کې کې د دوشنبې په ورځ فرزاد منصوري په ۸۰ کيلويي وزن سره په تکواندو لوبو کې له خپلو سيالانو سره مخامخ کيږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمدی

له تاسو ټولو مننه
نشریات مو بی طرفه او زړه راښکونکی دی.
ستاسو دلا بریا په هیله😍😍😍

محمد صالح

ټوپک خو به یې چپه نه وو نیولئ؟ چي یو کوچی په پټو سترګو پرته د امتحانه د یاوري پر ځای بیولی وای اوس به کم از کم یو د سپینو زرو میډال افغانستان ته راوړی وای

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x