افغانستان

د ولسي جرګې د غړو د حقونو اړوند قانوني مصوبه تصویب شوه

نن ټکی آسیا(چهارشنبه، زمری ۱، ۱۳۹۳): د ولسي جرګې ګډ کمیسیون د دې جرګې د غړو دخوندیتوب او حقونو اړوند طرح شوې قانوني مصوبه د يوې مادې په لرې کولو سره تصویب کړه.

د دې قانون په دیارلسمه ماده کې راغلي و چې د ولسي جرګې غړي کولای شي د دوی له دندو وروسته هم د خپل معاش پنځه ویشت سلنه برخه واخلي.
د ولسي جرګې دویم مرستیال او د ګډ کمیسیون مشر محمد صالح سلجوقي وايي چې له ولسي جرګې او مشرانو جرګې څخه راغلیو اوو نفرو په ګډون مو په دیارلسمه ماده بحث وکړ او وروسته مو يې په لرې کولو هوکړه وکړه.

د دې قانون د مصوبې طرحې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې جنجالونه راپیدا کړل او ډېری مدني فعالانو د ولسي جرګې له خوا د دې قانون په تېر بیا د دیارلسمې مادې په ګډون تصویبول له افغان ولس سره زیاتی وګاڼه.

ځینو فعالانو لاریونونه وکړل او ويې ویل چې ولسي جرګه دې دغه قانوني مصوبه نه تصویبوي.
په ولسي جرګه کې یواځې اتو وکیلانو له دې قانون سره مخالفت وښود او نورو ټولو يې د تصویب غوښتنه کوله.

د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې توندو غبرګونونو د ولسي جرګې غړي دې ته اړ کړل چې په یاده مسوده یو ځل بیا غور وکړي.
ویل کېږي چې تر غور وړاندې د دې قانوني مسودې له مخې وکیلانو کولای شوای چې له وکالته وروسته هم دوه ساتونکي ولري، د ده او د کورنۍ رسمي پاسپورټونه ولري او هم له خپل اوسني معاش نه پنځه ویشت سلنه پیسې هم ترلاسه کړي.

د صالح محمد سلجوقي په خبره دوی اوس د وکیلانو غوښتنې راکمې کړې دي او دغه قانوني مصوبه به د ولسمشر تر امره وځنډېږي.
ویل کېږي چې ولمسشر حامد کرزی به په راتلونکو پنځلسو ورځوکې دغه طرح یا توشیح یا هم رد کړي.

د چارو د شنونکو له نظره د ولسي جرګې د غړو له لوري د داسې اقدام کولو هڅې خلک په خپلو وکیلانو هم پوره بې باوره کړل. د دوی په وینا شونې ده چې ولسمشر هم دغه طرحه توشیح کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر حامد کرزي د حکومت دارۍ نږدې یوه میاشت وخت پاتې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x