نظــر

بې طرفه رسنۍ او خبریالان

عصمت الله عاصم

په شل کلن جنګ کې چې د امریکایي اشغالګرو او د هغوی د متحدینو له طرفه په افغان ولس څومره ناخوالې، دردونه، وحشتونه تر سره شول زه وایم د دنیا د وحشتونو په تاریخ کې به ډیر کم لیدل کیږي.

شل کاله د مخه له امریکایي اشغال سره جوخت بې شمیره ازادې رسـنۍ او ورپسې ډیر زیات خبریالان پیدا او ځینې دلته په هیواد کې دننه په کم وخت کې ټرین او تیار شول.

ددې رسنیو لپاره دومره پراخ تبلیغات وشول چې اوس خو حتی تر ټولو لومړۍ رسنۍ او خبریالان او د بیان ازادۍ په شل کلنو لاسته راوړنو کې شمیرل کیږي.

که څه هم رسنۍ او میډیا یوازې په دا شلو کالو کې نه دي جوړې شوې کالونه پخوا د رسنیو بنسټ ایښودل شوی دا چې د رسنیو د جوړښت تر شا څه انګیزه وه په اړه یې کافي معلومات نه لرم، خو دا چې په افغانستان کې رسنۍ او میډیا په دا شل کاله کې څه رول لوبولی څومره یې خپل وصول او اساسات ساتلي؟

ایا رښتیا دغه له اشغال سره یو ځای را پیدا شوي او د اشغال په سیوري کې رالوی شوې رسنۍ او خبریالان بې پرې او ازاد دي او کنه؟؟
په دې اړه به په ځینو مستندو واقعاتو کې چې خصوصاً په دغه نږدې څو شپو ورځو کې پیښ شوي د رسنیو بې پریتوب او ازادي تر بحث لاندې ونیسو!

شروع به د انار درې له ولسوالۍ څخه وکړو:
په انار دره کې د ولسوالۍ ودانۍ د یو څو طالبانو له خوا په بمونو والوزول شوه تر اوسه د رسنیو د خبرونو د سر ټکی دی.
په داسې حال کې چې له دغه واقعې وروسته د افغانستان اسلامي امارت رسمي اعلامیه د داسې کارونو د مخنیوي لپاره خپلو سرتیرو ته نشر کړه تر څو بیا داسې واقعه تکرار نشي.

له دغه واقعې یوه ورځ وروسته په هلمند او فاریاب کې حکومتي طیارو کلینیکونه بمبارد کړل چې هیڅ رسنۍ پرې راپور جوړ نکړ حتی کوم خبریال حاضر نشو چې د ټولنیزو شبکو له لارې دا خبر د نشر وړ وګڼي حال دا چې کلینیکونه له انسانانو ډک وو خو د انار درې هغه ولسوالۍ تش دیوالونه الوزول شوي وو او دغه کلینیکونو کې ښځې او ماشومان شهیدان او زخمیان شول خو رسنیو بې طرفي! او د خبریالانو بې شرفي دلته ټولو هیوادوالو ولیدله.

فقط په همدې اکتفاء ونشوه تقریباً هره ورځ د حکومت له پلوه د نیول شویو ولسوالیو د له منځه وړلو لپاره هوایي عملیات کیږي، له اختر مخکې د بدخشان د شهداء ولسوالۍ ودانۍ او عمومي بازار تر خاورو لاندې کړ څو دوکاندار او عام مسلمان یې هم په کې شهیدان کړل خو دغه بې طرفه! رسنیو او ازاد خبریالانو! څه ډول چې په کار وه دغه حکومتي دهشتګردي او وحشت ته هغه ډول انعکاس ورنکړ.

څو ورځې کیږي پرلپسې د کندهار شاوخوا بمونه اوروي دا ټول بمونه یې د عامو افغانانو په کورونو او شخصي ملکیتونو باندې اچولي خو رسنۍ دلته هم ړندې دي هیڅ نه ویني خبریال خو هسې خدای ړوند پیداکړی خبریال ته خو هغه څه ښکاري چې په سر یې پیسې ایښې وي کنه داسې خو چې ټول هیواد لوټې لوټې شي دوی یې نه ویني.

په بولدک کې دوه کسان د خپلې شخصي دښمنۍ له امله وژل شوي، حکومت د دې لپاره چې خپله ماتي په بې بندوباره درواغو پټه کړي په بولدک کې د سلګونو کسانو د وژنې راپورونه نشر کړل چې رسنیو په ښه اخلاص او صداقت سره انعکاس ورکړ او د ټولې دنیا تر غوږو یې ورساو؛ خو پرون چې یو لغړي قومندان څلور ملکي کسان له عامې لارې له موټر څخه کوز کړل او د ټولو خلکو مخکې شهیدان کړل حتی د جنازو د وړلو اجازه یې مسلمانانو ته نه ورکوله خو په داسې وحشت رسنۍ او خبریالان تر اوسه هم نه دي خبر پرته له خبریال بلال احمد څخه چې له ټولو مخکې دا خبر نشر کړ.

د بولدک د درواغو د رد او یا تائید لپاره نن ځینې حقیقت موندونکي خبریالان تللي هغوی به له تحقیق وروسته د حکومت دا بې اساسه درواغ رد کړي.
بیا به نو هغه رسنيو حیثیت څه پاته وي چې دغه درواغ یې په ډیر شد او مد سره نشرول؟؟

همدا ډول نن د ناړۍ ولسوالۍ له نیول کیدو او فتحې وروسته د حکومت له پلوه بمبارد شوه، رسنۍ او خبریال خبر دي خو هغوی یې ځکه د ورانیدلو خبر نه نشروي چې دا حکومت بمبارد کړې هغه څه چې حکومت له پلوه ړنګیږي او ورانیږي له هغه څه سره ډیر توپیر لري چې د حکومت د مخالفینو له طرفه ورانیږي!!!؟

که چیرته فرق او توپیر نه وي نږدې دغه اخر جنګ کې د حکومت د مخالفینو له طرفه یوه رسمي ودانۍ ورانه شوې خو حکومت له طرفه هره ورځ د یوې ولسوالۍ ودانۍ له منځه وړل کیږي رسنۍ او خبریالان سپوڼ هم نه کوي ځکه چې په ورانولو کې ډیر توپیر دی!؟

هغه ودانۍ چې حکومت یې بمباردوي او ورانوي ځکه نورې ملکي نه ګڼل کیږي چې د هغې سیمې خلکو ته پاته کیږي او د هغې سیمې خلک په دې ګنهګار دي چې ولې د حکومت د مخالفینو سره جوړ دي!!

همدا ډول داسې چلند کې حزبیان هم زیاتی کوي، د هغوی هم یوازې هغه سترګه او د لاس هغه ګوتې کار کوي کومې ګوتې او سترګې چې د رسنیو او خبریالانو کار کوي!!؟

خو داسې خلکو ته یو څه ور یادوم تاسې به هرڅه وکړئ، هر څومره چې په حکومتي وحشتونو غلي شئ نو بیا هم ددې مات او ناکام حکومت مخه نشئ نیولی، کله چې یو ځای کې بادار مات شي غلام یې هیڅکله نشي بریالی کیدای.

ددې هر درواغ، ددې هر وحشت د پټونې حساب به تاسې دغه ملت او ولس ته ورکوئ.
طالب یا امارت به نن د کوم مصلحت له مخې تاسې ته څه نه وایي خو ددې ولس له حساب څخه مو بیا ولاکه طالب هم خلاص کړی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان ولي

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
هيله ده روغ به ياست. محترم وروره، تاسو د لغړي لخوا د څلور کسانو د وژلو خبره کړي. کولای شئ، دلته کوم لینک شریک کړئ چې دا زموږ سره مرسته کوي تر څو د جنګي جناياتو قضيي زموږ د راپور لپاره ثبت کړو.
مننه او الله جل جلاله د اجر درکړي
درنښت، له کابله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx