
د اسلامي امارت راتلونکي مسؤلیتونه/ لومړۍ برخه
ډاکټر احرار
دا یو روڼ حقیقت دی چې د الله تعالی او د هغه د اخري نبي صلی الله علیه وسلم رښتوني بندګان او لارویان، د حقاني علماوو تر قیادت لاندې مجاهدین طالبان دي چې د الله تعالی نه ویره او خشیت ده چې خپلو بچو او شاګردانو ته د اور او بارودو واسکټونه ورتړي، تر څو د الله تعالی دین تر نورو باطلو ادیانو اوچت او لوړ وساتي، د شیطان له لارویانو یې تحفظ وکړي او د خپل ځان او ملت لپاره د ( ان الدین عندالله الاسلام ) مصداق اسلامي نظام د ژوندانه تیرولو لپاره غوره نظام ګڼي او دا هم یو حقیقت ده چې د خیر د امت لقب یې ځان ته و نېکیو ته په دعوت او له منکراتو څخه په منعه کولو او د وراثت په ریښتوني حق اداء کولو ګټلی دی.
دا چې د اسلامي امت په سمه لار رهبري کول او د اسلامي نظام لاس ته راوړل نبوي امانت دی او په ډیرو سترو قربانیو د سرونو په نذرانه کولو د ځنځیرونو په منلو د وړو وړو ماشومانو په یتیمانولو ورته رسیږو دا هم یو حقیقت دی چې ستر الهي نعمت اسلام د خپلې ستړیا په کچه لوړ احتیاطي تدابیر غواړي د دې لپاره چې د خپل ولس مو سالمه رهبري کړې وي او د دجالي او شیطاني قوتونو په وړاندې د بهیدلو وینو قدر مو کړی وې او خدای مکړه اینده نسلونو ته مو جهاد فی سبیل الله سخت کړی نه وي لاندې تدابیر اړین بولم چې د مشرتابه، رهبري شوری او د اسلامي امارت سیاسي او مذاکراتي وفد یې په عملي کولو کې جدي اقدامات ترسره کړي تر څو مو د بریا لاره لنډه او د جهاد ثمره نقده ترلاسه کړي وې او د اسلامي نظام شاهدان و اوسو.
۱ – امن سوله او ثبات:
الله تعالی د انسان جوړولو او بشریت تشکیلولو سره جوخت د ژوندانه تیرولو او اجتماعي نظام رامنځ ته کولو لپاره د خلافت یا اسلامي حاکمیت چې اسلامي امارت یې یوه نوعه ګڼلای شو تګلاره د مختلفو انبیاء علیهم السلام سر د مختلفو اسماني کتابونو او لوائحو سره مل رالیږلي ترڅو یې په عملي کولو سره د اسلام د لغوي معنی سلامتي امن او سوکالي رامنځته شي ولې متاسفانه شیطان ورسره جوخت د( فبعزتک لاغوینهم اجمعین ) په قسم کولو د خپل متبادل عکس قانون هڅه وکړه تر څو د مسلمانانو د بې لارۍ لپاره د اسلام متبادل یې په بشریت د منلو هڅه وکړي.
دا چې د اسلام مطلب او مفهوم سلامتیا او امن ده باید د اسلامي امارت مسؤلین په ټینګار په هیواد کې د هر اړخیزې سولې او ثبات کوشش وکړي چې څومره ژر ممکن وي د هیواد بشپړ واک ترلاسه کړي، د ولسي تلفاتو مخه ونیسي او د کابل ادارې د غولیدلو عسکرو د مرګ او میر کچه هم باید په خپل ټول توان کمه وساتل شي.
موږ د عفوې او درګذر ګټه ولیدله تر لاس لاندې سیمو کې د لا امنیت او نظم کوشش وکړئ او نړۍ والو ته وښیاست چې اسلام واقعاً د امن دین دی او چاته یې ضرر نه رسیږي او د ژوندانه لپاره تر ټولو لومړۍ اړتیا او ارزښتناک نعمت هم امن او سوکالي ده.
– ۲ امنیت یا استخبارات:
د یادی اړتیا، امن او سوکالۍ لپاره اسلامي امارت باید خپل صفوف تصفیه او فلټر کړي په صف کې دننه او صف ته د راتللو قیودات وضعه کړي د هر راز هغو هڅو مخه ونیول شي چې اغیار زموږ صف ته د اینده نفوذ لرلو لپاره مضر خلګ داخل کړي تر څو یې د کړنو نسبت اسلامي امارت ته وشي زموږ څنګلوري په دي برخه کې کافي تجربه لري او په تیرو څلورو لسیزو کې یې زموږ د ولس د مهاجرت څخه په استفادې ډیر ځوانان روزلي دي که تفصیل ته ولاړ شم خبره اوږدیږي، په دیني بڼه روزلي خلګ لري(که اړتیا یې مثالونه یې وړاندی کولای شو) تر څو د جهاد او اسلامي نظام اړوند د خلګو اذهان مشوش کړي په کلکه باید تر تعقیب لاندې ونیول شي.
امنیت یا استخبارات چې د یو نظام د ښارګ حیثیت لري باید سل په سلو کې د اسلام د مقدس دین په رڼا کې عیار شي او تر ډیره د اسلامي امارت په درد دردمند طالبان ورته انتخاب شي په لائحه او کړنو کې یې باید جدي احتیاط وشي، د پردیو استخباراتو نقل یا تقلید ونشي، ولو که ظاهراً ډیر په ګټه وي چې اکثره د غربي او غیر اسلامي فکر لرونکو خلګو له لوري ترتیب شوي دي. د تجسس چې یو حرام عمل ده مخه دې ونیول شي، چاته چې د ولایت یا ولسوالۍ مسؤلیت سپارل کیږي له ډیر تعقیب، پوښتنو او د تیر وخت فعالیت معلومولو وروسته دې لازمي درس او لارښوونه ورته وشي، ترڅو د ولس د زورولو یا د جهاد په وخت کې د کړیدلو خلګو د ازار باعث و نګرځي او د استخباراتو په اداره کې هم باید د هغو اشخاصو مخه په کلکه بنده شي چې د یادو هیوادونو له استخباراتي کړیو سره یې تعلق پاتې شوی وي، یایې د هغه هیواد له کوم سیاسي تنظیم سره د فعالیت او عضویت په شکل اړیکه ساتلي وې.
– ۳ امر بالمعروف او نهی عن المنکر چې یوه مقدسه الهي فریضه ده دا ځل یې باید تشکیلات ډیر دقیق او تر ډیره علماء کرامو ته وسپارل شي او دا هم هغه شعبه ده چې دښمن به ډیره هڅه وکړي چې ځان ته ځاله پکې وګوري ځکه له یادې ادارې څخه ژر زموږ د بدنامولو لپاره کار اخیستلای شي زموږ ولس ځورولای شي، په تیر وخت کې داسې څه وشول چې موږ یې اوس هم په توجیه کولو کې پاتې یو او دا هم واضح شوه چې هغه خلګ زموږ عقیدوي او نظریاتي ملګري نه و د صلیبي یرغل په وړاندي تسلیم شول د ټولو کړنو نسبت یې اسلامي امارت ته پاتې شو د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د وینا له مخې مؤمن مسلمان باید له یوه ځایه دوه ځله نشې متضرر.
۴ – خارجه روابط یا بهرنی سیاست:
د خارجه روابطو سم عیارول زموږ الحمد لله د بهرني سیاست او له نورو هیوادونو سره د سالم روابط ساتلو لپاره د ښه تکړه او مدبرانه وفد او د هغوی د مشرتابه څخه برخمن یو د لا بریا لپاره باید نور هم لازم اقدامات وشي د یو چا د استخدام په صورت کي باید د امنیت یا استخباراتو اړوند چې مو یاد کړل مسائل په نظر کې ونیول شي، په تیر وخت کې موږ تجربه شو، زموږ ملګري په خارجي سفرونو کې د دښمن له مادیاتو او پرمختګونو نه متاثر شول د هغوی شوم تبلیغات ول چې بیا د مرحوم امیرالمؤمنین رحمة الله توکل محض په الله تعالی پوره توکل ورته مسخره ایسیدله د منځلارۍ او اسلامي حدودو په سر معامله ورته ساده خبره ښکاریدله، دلته هم باید ټول دردیدلي او د نظام وفاداره د الله تعالی څخه تر وروستۍ کچې بیریدونکي اشخاص وګمارل شي.
د پاکستان سره پر دوه طرفه تعلقاتو چې د نورې نړۍ په نسبت د اوږده سرحد او میلیونونو مهاجرو له امله موږ ورته ډیره اړتیا لرو له سره غور وشي او د اسلام، زموږ ملي نوامیسو او نورې نړۍ سره د تعلقاتو په سر باید سرې کرښې ورسره تعین شي د تیر جهاد په څیر دا ځل زموږ د صلیب په وړاندې بریا ځان ته منسوب نکړي او زموږ هغه افراد چې د اړتیا او اجازت نه بغیر ورسره روابط ساتي محدود شي، د مهاجرینو د انسجام او کنترول لپاره باید عاجلانه اقدامات تر سره شي، په نورو هيوادونو کې دې د اسلامي امارت فعالیت ختم او یا ډیر محدود شي په تیرو کلونو کي موږ ولیدل چې زموږ نظامي مشران او د اقتصاد ملګري هیواد ته په راتګ د مثبتو نتائجو خاوندان شول د مجاهدینو روحیه لوړه شوه مشران مو له سیاسي او نا مشروع فشار نه وژغورل شول.
که زموږ رهبري شوری او د کمیسونونو مشران خپل فعالیت هیواد ته داخل کړي د بیارغاونې ترڅنګ به مو د هغو شومو تبلیغاتو مخه نیولې وې چې طالبان د فلان او بيستان تر اثر لاندې دې که موږ طالبان ځان د ولس لسمه برخه وګڼو د پاتې ۹۰ سلنه ولس اعتماد باید جلب کړو او ولس به هغه وخت ضرور بې باوره کیږي چې په واک کې د ځان شتون محسوس نکړي.موږ باید ولسواکۍ ته ژمنتیا وښیو او د خپل استقلال د تضمین لپاره موږ باید ټول فعالیت هیواد ته را انتقال کړو.
د هيواد په داخل کې د اسلامي امارت د فعاليتونو او تشکيلاتو د تنظيم او ځای په ځای کېدو ډېرې ګټې دي چې څو يې په لاندې ډول يادوو.
۱ موږ به د هغو تبلیغاتو مخه نیولې یا را کمه کړي وې چې زموږ هر عمل خلګ پنجاب ته منسوبوي.
۲ موږ به د خپل ولس او طالبانو روحیه لوړه کړې وې.
-۳ موږ به مصارف راکم کړې وي، د یو کمیسون په مصارفو به مو دوه اکمال کړي وي، ډیر تفصیل ته به نه ځم، مګر موږ له هيواده بهر د يو موټر په قیمت په هیواد کې اقلاً څلور موټره اخیستل کيږي.
۴- موږ باید خپل مصارف په خپل هیواد کې وکړو ترڅو یې ګټه هیواد او هیواد والو ته ورسیږي هغه که خرید و فروش وي که د دفتر یا مدرسې او مسجد تعمیر وي، دا به مو پر ځان او اولس ترحم وې د هیواد اقتصاد به مو رغولی وي.
دا هغه څه دي چې زما په ناقص عقل زموږ د ستونزو غوټه ورسره خلاصیږي زموږ او ولس ترمنځ روابط رغیږي. موږ پخپله یو پر بل د بې اعتمادۍ څخه خلاصیږو موږ د پردیو له بیځایه فشار نه ژغورل کیږو د طب له نظره زموږ صحت او روغتیا لا ورسره سمیږي د دومداره ډیپریشن او پر ځان د باور نلرلو چې مهلک مرضونه دي خلاصیږو الله تعالی دې وکړي چې عملي جنبه غوره کړي.
بیا هم د ارزښت له امله په سیاسي چارو کې پاتیږو اګر چې الحمد لله ډیر څه سپین شوي دي، نړۍ ته ډاډ ورکړل شوی دی چې زموږ نظام به د هیچا په ضرر نه وي بیا دې هم پر ملګرو ټینګار وشي چې د تېر په څېر دې خپل بیرغونه تر وخت لمخه په سمرقند او بخارا نه ځړوي چې دغه راز ادعاوې موږ ته نقصان رسوي او نه دې بیاهم د تیر په څیر د پردیو څخه په دې مورد کې مشاورت اخیستل کیږي. نړۍ موږ څاري او زموږ د محدودیت او ضعف کوشش کوي.
د “ ثالث عمر ” کتاب په کمیټه کې مې عضویت درلود، د ملاصاحب مرحوم د معلوماتو په راټولولو کې مې ډیر څه زده کړل، د شهید اسامه بن لادن او ملاصاحب مرحوم د شناخت ابتداء او اړتیا اړوند مې د ملاصاحب له یوه نزدې باخبره ملګري څخه سوال وکړ چې اسامه او ملا صاحب څه ډول او د چا په توسط سره ولیدل؟
یاد مشر راته وویل چې زموږ د هغه وخت د خارجه روابطو یو کس یې رایاد کړ چې ملاصاحب ته راغی چې په جلال اباد کې یو عرب مهاجر ده ډیر شتمن ده په سوډان او سوریه کې یې ډیر سړکونه پاخه کړي دي، مدارس یې جوړ کړي دي او دلته افغانستان کې یې هم ډیر کارونه کړي دي، له جهادي تنظیمونو سره یې ډیرې مرستې کړې دي که غواړې زه به یې درته راولم.
ملاصاحب مبارک چې د ولس د هوساینې او د هیواد بیارغاونې ته ډیر تږی و سم له لاسه یې اجازه ورکړه دا چې بیا څه وشول …؟ څله وشول …؟ هغه مې هدف نده ولې کوم چا چې ملا صاحب ته معرفي کړی و هغه اوس زموږ د هیواد یو کشر طالب هم پیژني چې څوک و د چا لپاره یې فعالیت کاوه، بیایې وروسته کوم څه ونکړل.
یوه یادونه باید وکړم دلته مې هدف د شهید اسامه بن لادن جهاد او تګلاره نده بلکې د ملاصاحب سره یې له پردي ادرسه تعارف او بیا د روابطو نه مصؤنیت ده چې د دې ناسم تعامل له امله موږ اسلامي امارت او یو لک شاوخوا شهیدان له لاسه ورکړل همداراز په د ۲۰۱۶م کال کې د اسلامي امارت په اجازه منځنۍ اسیا هیوادونو ته مو سفر درلود چې هلته ځایي استخباراتو د خپلو فراریانو چې موږ ورته پناه ورکړې وه مستند ویډیویي پیغامونه او تهدیدونه د ځینو عملیاتو په ګډون راته وړاندې کړل او ګیله یې لرله چې د امریکا سره د دښمنۍ ترڅنګ یې د خپلو اتباعو د ساتلو ګیله لرله بیا ما ولیدل چې هم هغه مهاجر و چې زموږ په ضد د داعش په صف کې تر وروستۍ سلګۍ راسره وجنګیدل.
دې ته ورته ځینې داسې اسرار شته چې لیکل یې ممکن ندي دا ټول زموږ د ناسم او پردیو پرمټ ولاړ سیاسي او خارجي روابط وو چې یاد یې اوس هم د خولې خوند خرابوي باید او باید زموږ سیاسي قیادت دا ځل هر قدم په حساب واخلي، فتحه او واکمني د واک حرص زیاتوي دا یو بشري فطري عمل دی ولي په حکمت سره په ډیر احتیاط سره موږ باید لومړی خپل هیواد ترلاسه کړو، نړیوال سالم روابط یې ورغوو خپل اقتصاد ولرو هسې نه لکه القاعده چې سرحد مو معلوم نه وي په منتشر ډول د مختلفو دښمنانو هدف وګرځوو.
یاده دې وې چې زموږ تیره دوره د سیاسي او خارجي روابطو له اړخه په پردي اکسیجن ژوندۍ وه او بیا دې هم ټینګار وي چې زموږ راتلونکی زموږ سالم له نیابت او رقابت نه پاک نړیوال روابط تضمینولای شي، له تیرو ناخوالو تجربه او پرهیز به مو بریا ته رسوي.
نور بیا…..
.
نظريات او مشورې د ليکوال د ستاينې وړ دي
بارک الله في عمرک … په قلم مو برکت.
ماشاءالله ، نام خدا . ډېر معقول ، ضروري ، سرنوشت سازه او ،اوږدمهاله کاميابۍ او د شر-فساد ( خارجي -داخلي – مختلط) د مخنيوي او ریښو ايستلو د پاره لازمي وړانديزونه دي، چې پهعملي کولو به يې آن شاء الله زموږ د اولس او وطن روان مصيبت چې د تاريخي استبداد ثمره ده د تل د پاره ختم او زموږ کړېدلئاو مظلوم اولس به ديوه ارامه ، عادلانه او حرفه ژوند څښتن شي . سياسي واکداراي د اولس چوپړ او خدمت دئ او خدمت يوازې هغه څوک کولای شي چې د خدمت د کولو انګېزه ولري او په همدې… نور لوستل »
مننه وروره ستاسو له داد او تشویق نه
داکتر سیب، ما شاء الله په فکر او قلم مو برکت سه.