ادبي لیکني

په پښتو ژبه کې غونډ او ډولونه يې

فضل الحق نوري

دا چې غونډ یوه نحوي موضوع ده, لومړی باید پر غونډ بحث وکړو. غونډ هغه دی, چې په خپلواکه توګه کومه معنا نه لري, مګر د غونډلې په جوړښت کې رغنده رول لوبوي. غونډ د دوو یا زیاتو خپلواکو مورفیمونو داسې یو ځای کېدنه, چې پوره معنی ورنه کړي او یو مورفیم د بل مورفیم تابع وګرځي, لکه: خړه وريځ راغله. په دې جمله کې “خړه وريځ” یو غونډ دی او یوه مکمله معنی نه ورکوي. د غونډ توپير له غونډلې سره دا دی, چې یو خو له غونډلې کوچنی او بل دا چې غونډله پوره معنی ورکوي, مګر غونډ پوره معنی نه ورکوي, لکه: د کور دروازه ونړېده. پورتنۍ یوه غونډله ده, چې یو پوره معنی ورکوي, مګر ” کور دروازه” یو غونډ دی, چې په خپلواکه توګه کومه معنی نه ورکوي.

د غونډ ډولونه: په لومړیو کې غونډ پر دوو ډولونو وېشل شوی دی, چې عبارت دی له: ۱- نوموال غونډ ۲- ګړ غونډ.

۱- نوموال غونډ:
نوموال غونډ له نومه معلومیږي, چې د دې غونډ اصلي او اساسي برخه نوم وي او همېشه د یوې غونډلې په مبتدأ برخه کې راځي, لکه: دوه هلکان سره غږېدل. په دې جمله کې ” دوه هلکان” یو نوموال غونډ دی, چې اصلي برخه یې نوم او د جملې په لومړنۍ برخه کې ځای لري. دا غونډ هم ځانګړي ډولونه لري, چې لاندې پرې بحث کیږي. د دې غونډ ډولونه عبارت دي له: ۱- اضافي غونډ ۲- ستاینومیز غونډ.

۱- اضافي غونډ:
اضافي غونډ د دوو نومونو د یوځای کېدو څخه چې د اضافت دې توري په وسیله یې نحوي اړیکه ټينګه شوې وي او یا د یوه نوم نسبت بل نوم ته, همدارنګه د یوه څيز یا چا ملکیت یو بل ته په یوه غونډ کې عبارت له اضافي غونډ څخه دی. اضافي غونډ د معنی له مخې بیا په پنځو ډولونو وېشل شوی دی, چې عبارت دی له: ۱- ملکي اضافي غونډ ۲- اختصاصي اضافي غونډ ۳- بیاني اضافي غونډ ۴- تشبیهي اضافي غونډ ۵- استعاري یا مجازي اضافي غونډ.

۲- ګړ غونډ:
دا هم د دوو خپلواکو مورفیمونو له یو ځای کېدو څخه منځته راځي, چې همېشه د غونډلې په دوهمه برخه خبر کې راځي او متشکله اجزاوې یې نوم او د نوم ډولونه, قیدونه او فعلونه وي, چې دې ډول غونډ ته فعلي غونډ هم ویل کیږي, مثلاً: ما له نږدې ځایه دوه موټران ولیدل. په دې غونډله کې “دوه موټران ولیدل” یو ګړ غونډ دی, چې د غونډلې دې خبر په برخه کې راغلی.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x