ټولنیزه برخه

زرپارې «۴۱ مه برخه» باريک شکایت او حکيمانه حل

ليکوال: مولانا مفتي محمد تقي عثماني
ژباړه: احمد ګل ريان

باريک شکايت او حکيمانه حل يې:
امام شعبي رحمه الله ليکي چې يو وخت عمر رضی الله عنه ته يوه ښځه راغله او ورته ويې ويل: امير المؤمنين! په ټوله نړۍ کې زما د خاوند په څير نيک سړی نشته، ټوله ورځ يې روژه وي او ټوله شپه عبادت کوي. يوازې دا خبره يې وکړه او نور څه يې ونه ويل.

عمر رضی الله عنه په دې خبره ښه ونه پوهيد او ويې فرمايل: الله تعالی دې په تاسې برکتونه نازل کړي او تاسې ته دې مغفرت وکړي، نيکې ميرمنې د خپل خاوند دغسې صفت کوي.

ښځې چې دعا واورېده، د شرم او حيا په وجه زړه نا زړه او په شک کې ودريده او لاړه. دا وخت کعب بن سوار رضی الله عنه هم هلته و، ده چې ښځه د تلو په حالت کې وليده، عمر رضی الله عنه ته يې وويل: امير المؤمنين! د دې په خبره پوه نه شوې، دا ښځه د خپل ميړه د صفت لپاره نه، بلکې شکايت لپاره راغلې وه، خاوند يې د عباد په جوش کې د زوجيت پوره حق نه ادا کوي.

عمر رضی الله عنه وفرمايل: ښه، دا خبره ده، راويې غواړئ.

ښځه چې بيرته راغله او پوښتنه ترې وشوه، نو معلومه شوه چې کعب بن سوار رضی الله عنه سم پوه شوی و، عمر رضی الله عنه ورته وفرمايل: اوس نو ته فيصله وکړه!
کعب رضی الله عنه ځواب ورکړ: ستاسې په شتون کې څنګه فيصله وکړم؟

عمر رضی الله عنه وويل: هو، همدا تاسې يې په شکايت پوه شوئ، نو تاسې يې حل کولی هم شئ.

کعب رضی الله عنه وويل: اميرالمؤمنين! الله تعالی يو سړي ته له څلورو ښځو سره د نکاح اجازه ورکړې ده، که څوک په دې اجازه عمل کوي او څلور ودونه وکړي، نو هرې ښځې ته په څلورو شپو ورځو کې يوه شپه او ورځ رسيږي، له دې معلومه شوه چې هره څلورمه شپه او ورځ د يوې ښځې حق دی، بناءً تاسې فيصله وکړئ چې د دې ميرمنې خاوند درې ورځې او شپې عبادت کولی شي، خو څلورمه ورځ او شپه بايد لازم له خپلې ښځې سره تيره کړي.

عمر رضی الله عنه چې دا فيصله واورېده، له ډېرې خوشحالۍ ودرېد او ويې فرمايل: ستا دغه فصيله له لومړي فهم او فراست هم زياته عجيبه ده.

وروسته يې کعب رضی الله عنه د بصرې حاکم مقرر کړ. (ابن عبدالبر رحمه الله: الاستيعاب تحت الاصابه ج: ۳ ص: ۲۸۶، مطبع مصطفی محمد، مصر ۱۳۵۸ هـ ق)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x