افغانستان

دانش: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل «نه بښونکې» تیروتنه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د مشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یوه «نه بښونکې» تیروتنه بللې ده.

سرور دانش دا څرګندونې په خپلې فیسبوک پاڼې کړي او زیاتوي چې د نړیوالو لخوا طالبانو ته د مشروعیت ورکولو له کبله اوس طالبان ځانونه د جګړې د ډګر فاتحان بولي.

نوموړي دغه راز د طالب بندیانو خوشې کولو لپاره په کابل حکومت د فشار راوړل او د طالبانو د بریدونو په وړاندې یې د دولتي عسکرو یوازې پرېښودل هم د نړیوالې ټولنې هغه تیروتنې بللې چې په خبره یې نه راګرځول کیږي.

په طالبانو کې د تغییر په هکله هغه ویلي، چې طالبان همغه پخواني طالبان دي، ځکه یې نړیوالو غونډو ته د طالبانو وربلل یو ناسنجول عمل بللی او د سولې پروسې په اړه «درواغجنه» خوشبیني بللې ده.

د اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش په داسې مهال له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل «نه بښونکې» تیروتنه بولي، چې اشرف غني څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې یوې ناستې ته د وینا پرمهال وویل، چې بهرني ځواکونه دده په غوښتنه له افغانستان څخه وتلي دي. غني ادعا کړې وه چې ټرمپ ته یې په استولي لیک کې له نوموړي غوښتنه کړې وه، څو په لنډ وخت کې خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
تور سپین

خاينه، وطنفروشه، پرديپاله، کله چه روسان د افغانستانه ووتل، ستا ## مزارى ډلى، ګلببو، نظار خاينينو بيا ولى د نجيب ګاو( ګو) په مقابل کى جهاد يا جنګ کاوه. تر دى خاين غنى پورى خو يى قرانکريم ويلى سواى څه نه څه أياتونه يى هم په ياد وه. اوس دى بيا نارى دى چه ستا بابا بايډن ولى داسى نه بښوونکى خطا وکړه. الله پاک مو تباه کړه.

محمد نعیم

اوس وخت رارسیدلی دی چي د کابل په ناحیو او کوڅو کي د ارګ او وزارتونو د اوباشانو پر ضد جګړې پیل سي. د دوئ د خبرو څخه ښکاري چي دا خلګ وارخطا دي، د راتلونکي لپاره پلان او ستراتیژي نلري… په خپل منځ کي انسجام او تفاهم نلري… یو پر بل باور نلري… او نه هم د افغان ملت لپاره کومه نېکه اراده لري. داغه یې وخت دی چي د افغانستان ملي بیرغ رنګ ته د تل لپاره بدلون ورکړو. که افغان ولس دا امانی بیرغ لغوه او پر ځای یې یو تور یا سپین بیرغ رامنځته کړي نو… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x