افغانستان

اشرف غني د امریکايي پوځ له قومندان سره د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د امریکایي  پوځ د مرکزي قومندانۍ «سنټکام» له قومندان جنرال «مک کنزي» او ورسره پلاوي سره لیدلي او د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل حکومت د عسکرو په لومړيتوبونو، له هغوی څخه د ملاتړ د دوام او د امنیتي وضعیت د ښه والي په اړه خبرې وکړي او ددې تر څنګ جنرال مک کینزي د بایډن او غني تر منځ د تلیفوني خبرو جزئيات هم وړاندې کړل.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده ، کومه چې ښايي د روان میلادي کال د اګست میاشتې تر پای ته رسېدو بشپړه شي او په دې توګه د ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ په دوام طالبانو د هیواد په نږدې ټولو ولایتونو کې چټک پوځي پرمختګونه کړي او د دوه سوه ولسوالیو د مرکزونو تر څنګ یې سلګونه پوځي مرکزونه نیولي او زرګونه عسکر او امنیتي منسوبین ورته تسلیم شوي.

ددې تر څنګ طالبان توانېدلي چې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې مهم سوداګریز بندرونه ونیسي.

امریکا له کابل حکومت تمه لري، چې د طالبانو ددې چټک پرمختګ مخه ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر «اسټین» تېره ورځ پر حکومتي عسکرو غږ کړی وو، چې تر واک لاندې سیمې خوندي وساتي او طالبان یې نیولو ته پرېنږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ګاونډی هیوادونه چی یعین تر لاسه کړی چی امریکا په ریښتیا هم تر اخر د آګیست پوری پیښی سپکی کوی بیا به هرو مرو په هغه مرستو کی چی هغوی یی طالبانو ته ورکوی له سره غور وکړی او بی ساری کمښت به پکی راشی او طالبان به ونشی کړای چی فتح شوی ولسوالی په خپل کنترول کی وساتی او ورو ورو به د طالب کنترول په خاوره کم شی. هم ایران، چین، عربی هیوادونه او حتی پاکستان چی د طالبانو حامیان دی د امریکی په وتلو سره به ټول په خپلو کړنو غور وکړی. نه ایران، نه چین او… نور لوستل »

Karwan

بادار ددرته ويلي چه همداسي ليکني وکړه. څومره معاش دمياشتي درکوي. له هر طرفه موپرتوګ ډک دي او الله به مو نورهم وشرموي.
کاروان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x