افغانستان

طالبان: نړیوال بشري سازمانونه باید له «بشپړ» تحقیق وروسته د پېښو په هکله راپورونه خپاره کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبانو د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیوال بشري سازمانونه باید له «بشپړ» تحقیق وروسته په بې پرې توګه د پېښو په هکله خپل راپورونه خپاره کړي.

دا خبرې تیره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او د اروپايي څانګې مسئول مولوي عبدالحق وثیق د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم د یو لړ ټویټونو په کولو سره ویلي، چې په دغه لیدنه کې داړو خواوو د افغانستان په روان وضعیت، د سولې پروسې او راتلونکو ګامونو په هکله هم بحث او خبرې کړي.

د بشري حقونو او طالبانو پرضد په دې وروستیو کې د «جعلي» ویډیوګانو د خپرېدو په هکله د ملا عبدالحق وثیق په مشرۍ طالب پلاوي د اروپايي ټولنې استازي او ورسره مل پلاوي ته څرګنده کړې چې طالبان د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې ټولو بشري حقونو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې رسنۍ د نامعلومو ادرسونو په حواله د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو څخه د بشري حقونو د نقض او له محکمې پرته د مخالفینو وژلو خبرونه ورکوي؛ خو د سیمې خلک بیا د رسنیو له خوا دداسې بې سرچینې راپورونو خپرول له ملي منافعو سره په ټکر کې عمل بولي او د ژر تر ژره بندلو غوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

طالبان چي هر څومره باشعوره سي هغه د حجرې لټي ورسره ملګرې وي. هر کار یې د باد د مور د کار په څیر نیمګړی وي. چي د قرآن د ختم لپاره سيپارې ورکړل سي نیمه سیپاره وایي او نیمه پریږدي. چي د ولسوالیو نیولو کار پیل کړي، نیمي ولسوالۍ ونیسي او نیمي پریږدي. چي د ښارونو نیولو کار پیل کړي نیم ښار ونیسي، نیم کار پریږدي. چي جګړه پیل کړي نیمی محازونو ته ځواکونه ګوماري او نیمی پریږدي. معاصره جګړه که نیمی وسلوالع مبارزه ده نو نیمی یې سیاسي مبارزه هم ده. په عوض د دې چي نړیوالو سازمانونو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x