افغانستان

امریکا د کابل حکومت په ملاتړ هوايي بریدونه زیاتوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کنت میکنزي وايي، په تیرو څو ورځو کې یې د افغان ځواکونو په ملاتړ د طالبانو پرضد یو لړ هوايي بریدونه ترسره کړي او راتلونکو اونیو کې به دغه بریدونه نور هم زیات کړي.

جنرال میکنزي چې تیره شپه یې په کابل کې له اشرف غني او دفاع وزیر بسم الله محمدي سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته خبرې کولې وویل، چې د راتلونکې اګست میاشتې تر ۳۱ نیټې به د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې ددوی پوځي ماموریت پای ته رسیږي.

نوموړي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د طالبانو پرضد د هوايي بریدونو د دوام په اړه ویلي، چې دا خبره له وخت مخکې ده؛ خو دومره ویلای شو چې له هغه وروسته به کابل کې د امریکا د دیپلوماتیک ماموریت ساتنه زمونږ دنده وي.

دا په داسې حال کې ده چې له تیرې اونۍ راهیسې امریکایي ځواکونو د کابل حکومت په غوښتنه په کندهار، هلمند، بدخشان او یو شمېر نورو ولایاتو کې د طالبانو پرضد هوايي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کلینیکونه، ښوونځي او عامه ځایونه ویجاړ شوي او د ملکي تلفاتو ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم پېښ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

دا د پنټاګان د لوچګانو په ژبه ډونلډ ټرمپ ښه پوهیدی کمزور جوبایډن خوارکی پر لاره سم نه سي تلای او د پنټاګان لوچګان د ولس مشر د کمزوري څخه په استفاده د افغان جګړې په نوم د امریکا د ولس د بیت المال چور او چپاول ته ادامه ورکړې ده. طالبان دي فقط دومره وکړي چي د ملي اردو د ډیپوګانو څخه نیول سوي یو څو ټوپکي بیرته امریکا ته د سمپل په توګه واستوي. چي امریکایان پوه سي چي دا ټوپکي امریکایي نه دي بلکه د هغوئ ایراني تقلونه دي خپله به یې په هر څه سرخلاص سي.… نور لوستل »

pattang

وروره د امریکا خښته په ظلم کېښودل شوې ده هغوی ډیر ډير ظالم خلک دي دوی ډير بشري جنایتونه په ویتنام ،عراق او افغانستان کې کړي دي‌! هغوی د خنځير خواص لري زه ملک ته هم نه ورځم ، الله پاک دې طالبانو ټه بری ورکړي او اولس یې پر خوا کړې ! الهي د قحتي او داوبا مرض پکشې راولي چې د افغان د خوندو او مندو له زړونو دا فاسدين خبرشي !!

ملا جانان

وروره عام امریکایان ذاتاً بد خلګ نه دي. د امریکا خښته د بهرني اشغال په ضد د ولسي انقلاب پر تاداو ایښودل سوې ده. که دوئ ظالم، متعصبه او جنایتکاره خلګ وای د ټولي نړۍ لټانو به امریکا ته مخه نه نیول. دا چي د ټولي نړۍ لغړیان امریکاته ځي، علت یې دا دی چي دوئ مهربانه خلګ دي او د هر نژاد، سیمي او ژبي خلګ قبلوي. اصلاً د امریکا ملت هم د افغان ملت په ساري مرض اخته سوی دی. د دوئ ټکینوکراټانو او سیاسیونو هم د افغانستان د ټیکنوکراټانو او سیاسیونو په څیر د خپل ملت سره… نور لوستل »

ګل احمد

وایي چي یوه کوچي اوجوشي خوړلې. ملا صاحب چي ولیدی نو یې ورته وویل چي ډیري اوجوشي مه خوره چي بې عقل کوي دي. کوچي د ملا صاحب په احترام ټولي اوجوشي د وني بیخ ته وغورزولې او متیازي یې باندي وکړې. کله چي ملا صاحب ځني تیر سو او څو ساعته نور هم تیر سول د کوچي بیا و اوجوشو ته هوا راولاړه سول. نو بیرته د هغه وني بېخ ته کښینستی. دا اوجوشه راواخلي او پوه یې کړي چي پر دې اوجوشه د متیازو څاڅکی نه وو سوی. بیا بله راواخلي اخیر یې ټولي اوجوشي وخوړلې. په امریکا… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x