افغانستان

هوايي برید په کاپیسا کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو هوايي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ ملکیانو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکړل شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي الوتکو تیره شپه د نجراب ولسوالۍ په «توغک» سیمه کې د حاجي وکیل په نوم ځايي کس کور بمبار کړی، چې له امله یې یوه میرمن او یو ماشوم «شهیدان» شوي دي.

سرچینه زیاتوي، ددې ترڅنګ یاد کور په بشپړه توګه نړېدلی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپيان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې «شهیدان» او ټپیان ټول ملکي کسان د یوې کورنۍ غړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره شپه د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کینت مکنیزي په کابل کې له اشرف غني او دفاع وزیر بسم الله محمدي سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل، چې د کابل حکومت په ملاتړ یې په طالبانو هوايي بریدونه پیل کړي او راتلونکو اونیو کې به یې نور هم زیات کړي.

په تیرو دوه ورځو کې هم امریکايي او د کابل حکومت الوتکو په بدخشان، کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایاتو کې د طالبانو پرضد هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو سربیره یو شمېر کلینیکونه، ښوونځي او عامه تأسیسات ویجاړ کړي وو.

د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ مرکز چې له تیرو څو ورځو راهیسې طالبانو نیولی، د بیرته نیولو لپاره یې دولتي ځواکونو څو پرلپسې هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې د طالبانو لخوا په شاتمبول شوي او ګڼو کمانډو ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx