نظــر

له اخوانيت سره ظلم مه کوئ!-عبدالرحمن فرقاني

لیکوال: عبدالرحمن فرقاني
څو ورځې وړاندې مې د تاند د وزینې ویپاڼې پر مخ د ” له اخوانیت سره د احتیاط ضرورت ” ته سرلیک لاندې یوه لیکنه چې “مجید قرار” صاحب لیکلې ولوستله، څه داسې مطالب مې پکې ولوستل چې زه یې اړ کړم تر څو د لوستونکو سره یو ځای ورسره لږ تم شم او د “قرار” صاحب د ادعا یا علمي فتوا په هکله یې پلټنه وکړم چې آیا د دوی ادعا د حقیقت سره اړخ لګوي او که د ځینو نورو موخو.. د تحقق په مخه یې دا موضوع څېړلې ده؟.

لومړی “قرار” صاحب د خپلې لیکنې په پیل کې په اسلام کې د منځلاريتوب اصل تر غور لاندې نیولی، په دې کې هیڅ څوک شک او شبه نه لري، چې منځلاریتوب د اسلام له هغو ځانګړتیاوو څخه دی، چې په بل هیڅ دین کې په داسې صراحت شتون نه لري، کوم چې په اسلام کې د قرانکریم په صریح حکم ثابت دی: وجعلناكم أمتاً وسطاً. ما تاسې یو منځلاری امت ګرځولي یي.

وسطیت(منځلایتوب) د اسلامي نظام ځانګړی خصوصیت دی، الله تعالی د بشریت دسوکالۍ او نیکمرغۍ لپاره د وسطیت او اعتدال لار غوره کړې ده سره لدې چې وسطیت د اسلامي امت له نښو څخه یوه نښه ده، خو ځینې سیاسي او مذهبي حرکتونه د خپلو سیاسي اهدافو لپاره ورنه غلطه ګټه هم پورته کوي او د وسطیت په نامه غلط ارزښتونه او افکار تبریروي، حق پر باطل باندې نغاړي او د داسې مقاصدو لپاره ئې ګماري، چې ظاهر ئې دین او باطن ئې دنیا وي، او په دې توګه وسطیت د افراط او تفریط تر منځ خپل مصداقیت له لاس ورکوي.

د وسطیت څخه د انحراف دوه اړخه یا افراط دی او یا تفریط؛ افراط په دې معنا چې په چارو کې د سختدریځۍ څخه کار واخیستل شي او تفریط بیا په دې معنا چې په چارو کې بې باکي وشي، د بیلکې په توګه که چېرې یو سړی د لمناځه په ادا کولو کې دومره له سختدریځۍ څخه کار اخلي چې د ژوند ټولې چارې پرېږدي او شپه او ورځ په په دې نیت چې الله تعالی ته نېږدې شي لمونځ کوي، دا پخپله د طبیعي حالت څخه چې وسطیت دی، انحراف او وتل دي او همدغه افراط دی او که چېرې یو سړي بیا د لمناځه په ادا کولو کې دومره بې باکه وي، چې فرض شوی لمونځ هم په خپل وخت نه ادا کوي، کله یې ادا کوي او کله یې نه ادا کوي دا بیا د طبیعي حالټ څخه د تفریط لوري ته وتل دي. او دا بیلګې د نوموړې موضوع په اړه د انسان د ژوندانه په ټولو چارو کې د تطبیق وړ ده.

په وسطیت کې د اعتدال او توازن مفهوم نغښتی دی، دانساني ټولنې په هر ډول دنیاوی چاروکې اعتدال او توازن ساتل، که هغه د دین معامله وي او که د دولت ، که هغه د سیاست معامله وي او که د اقتصاد، که هغه د قانون مساله وي او که کومه ټولنیزه مساله، یعنی په ټولو دیني او دنیوی چارو کې په اعتدال او وسطیت باندې تکیه کول د اسلامي نظام له خصوصیتونو څخه یو خصوصیت دی .

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا په ريښتیا اخوانیت د وسطیت له منهج څخه د افراط (تندلارۍ) لور ته انحراف کړي، څرنګه چې د “قرار” صاحب د لیکنې مدعا ده؟ دوی پخپله لیکنه کې لیکي:” دا یو تریخ حقیقت دی چې د نړۍ اکثره خوارجي تروریستي ډلې د اخوان المسلمین له بطنه را وتلي. د مصر الجماعه الاسلامیه، د پاکستان لشکر طیبه او جیش المجاهدین، نړیواله القاعده، د سوریې او عراق خوارج، د افغانستان د ټالیبانو ایډیالوژيکه هسته…

جمعیت الاصلاح ته ورته اخواني ډلې د نورو افراطي ډلو را پیدا کېدلو ته لاره برابروي.” !! او که دا ادعا هم د نورو عربي استبداي نړۍ پر حکومتونو پورې د تړلیو کړیو چې د ریښتینو ولسي حکومتونو د رامنځته کېدو له وېرې په اخوانیت پورې د افراطیت تور پورې کوي او د غربی ماده پرسته استعماري حکومتونو پورې د تړلیو کړیو، چې د ریښتنې اسلامي حکومتونو د وېرې په اخوانیت پورې د افراطیت تور پورې کوي، په څېر یوه باطله ادعا ده؟

دقرار صاحب د لیکنې اساسی محور دا دی، چې ټولې ترویستي ډلې د اخوان المسلمین له بطن څخه را زېږدلې دي! آن تر دې چې د طالبانو ستراتېژیکه زېږنده یې هم د اخوان المسلمین په سوله ییز حرکت پورې تړلې!؟ آیا د طالبانو دریځ او غبرگون د اخوان المسلمین اړوند په دې دلالت کوي، چې خپل فکري او سیاسي امتداد یې د اخوان المسلمین د حرکت څخه اخیستي وي!؟ ټول هغه حرکتونه چې قرار صاحب د اخوان المسلمین له بطن څخه رایستلي، په ټول کې یې د اخوان المسلمین سره د پیله توپیر ټولو ته څرګند دی، چې نوموړي حرکتونه واک ته د رسېدو لپاره په وسلواله مبارزه باندې ټینګار کوي، په داسې حال کې چې اخوان تل واک ته د رسېدو لپاره سوله ییزه مبارزه غوره کړې ده. زه په دې اند یم، چې دا کټ مټ هماغه ادعا ده، چې د تاریخ په اوږدو کې د غربي نړۍ استعماري فکر او د عربي نړۍ استبدادی فکر د عامه ذهنيت د مغشوشولو لپاره پرې استناد کړی. غربي استعماري فکر له دې وېرې چې د اسلامي حرکتونو په بهیر کې د اخوان المسلمین حرکت یوازینی هغه حرکت دی، چې په ټولو انساني چارو کې د اسلامی نظام پلې کېدل غواړي، او دا هغه مطلب دی چې الله تعالی د انساني ټولنې د چارو د تنظیم لپاره ورته اسلامي نظام غوره کړي دی، یعنې وېره دا ده چې که چېرې اسلامي نظام د انساني ټولنې چارې تنظیم کړي، بیا د نورو وضعي نظامونو لپاره په دې موخه ځای نه پاتې کېږي . او د عربي استبدادي نظامونو وېره دا ده، چې که چېرې د اخوان المسلمین د درک پر بنسټ اسلامي نظام په عري هېوادونو کې پلی کېږي نو بیا د خلکو لپاره د استبدادی نظامونو بقا د منلو وړ نه پاتې کېږي، نو ځکه دواړه لوری د اخوان المسلمین په څېر د سوله ییز حرکت د مخنیوی لپاره د دښمنۍ څخه ډکې کړنې په لاره اچوي.

که د تاریخ تېر قضاوت په دې اړه پر ځای پرېږدو او معاصر تاریخ ته ځېر شو او په تېره بیا دمصر ورستیو پیښو ته ځغلنده نظر واچوو، هم په روښانه ډول د نوموړې ادعا حق او باطل درک کولی شوو. په مصر کې اخوان المسلمین د اوږدې سوله ییزې مبارزې څخه وروسته د دیموکراسۍ د اصولو پر بنسټ حکم ته ورسېدل د آزادو انتخاباتو په پایله کې د مصر ولس چې د استبدادي حکومتونو څخه بې زاره شوي وو، پر اعتماد وکړ، خو چې د اخوان المسلمین حکومت د غزې د اوسېدونکو ملاتړ وکړ نو د اسراییلو او ورسره د غربي نړۍ استعماري ځواک اندیښنه یې راوپاروله او له دې وېره څخه یې د عربي نړۍ د استبدادی حکومتونو په دې دلیل را وپارول چې ګواکې د دوی اقتصادي او مادي راتلونکې په مصر کې د اخوان المسلمین د حکومت په شتون کې د ګواښ سره مخ کیدای شی. نو د عربو په پیسو یې په مصر کې د اخوان المسلمین حکومت نسکور کړ.

کېدای شي، چې اوس د غزې د سوله ییز حرکت حماس په هکله هم د “قرار” صاحب قضاوت دا وي، چې حماس هم د اخوان المسلمین له بطنه زېږدلې یوه تروریستي ډله ده! چې د خپلو حقوق د غوښتنې په لار کې مشروع مقاومت کوي، د اسلامي امت د بنسټېزې قضیه په مخ کې بې ساره سر ښندنې وړاندې کوي!!

د نورو ګڼو عوامل سره سره هغه څه چې د لوېدیځ استعماري ځواک ته خورا اهمت لري. هغه دمادي ګټو او مصلحتونو زیانمنېدل دي، که په ترکیه کې اسلامپالانو وکولای شول، چې خپلو موخو ته ورسېږي او د خپل ملت او ولسونو قناعت حاصل کړي، و او په خپله اسلامي پروسه کې مخ پروړاندې په حرکت کې پاتې شي، خو په مصر کې چې ترکیې د تجربې سره د ځینو لاملونو له کبه توپیر لري ، بیا د اخوان المسلمین حکومت د ګڼ شمېر نورو لاملونه سره د مادي مصلحت له کبله راوپزول شو.

د ترکیه په څير د مصر اخواني سوله ییزحکومت هم په پام کې درلودل تر څو د “سویس کانال ” ټولګټه لویه پروژه پراخه او په لوي ظرفیت سره پلې کړي، او ختيځ د لوېدیځ سره د ډېر لنډ واټن له لارې و نښلوي. کوم سوداګریز توکي چې اوس مهال د دوبي له لارې آسیایی او نورو هېوادونو ته لېږدول کېږي، د سویس د کانال له لارې په ډېر کم لګښت لېږدول کېدی شي، د دوبي په اقتصادي مارکیټ واکمن مادي استعماري ځواک او ورسره د خلیج شیخان په دې پوهېدل چې په دې کار سره به د اماراتو او تر شا یې ولاړ مادي استعماري ځواک ګټې زیانمنې شي، له دې کبله د اماراتو او سعودي شیخانو د خپلو مادي ګټو د خونديتوب لپاره اسلامي ارزښتونو ته شا کړه او په مصر کې یې د اخوان المسلمین منځلاری سوله ییز اسلامي حکومت نسکور کړ، که هر څومره په خپلو ګمارل شوو رسنیو کې نور نور دلایل وړاندې کوي، خو د اخوانیانو د حکومت د ړنګېدو یو بنسټیز لامل همدا د “کانال سویس” ټولګټه پروژه هم وه، چې اخوانیانو په پام کې درلودل چې په راتلونکې کې نوموړي بنسټيزه پروژه بشپړه کړي.

زه په دې اند یم، چې “قرار” صاحب هم د ډېرو هغو ځوانانو په څېر، چې کله د غربي نړۍ د مادي پرمختګ په اړه څه مادي نظریات ولولي، بیا په داسې ډول يې تر اغېز لاندې واقع شي، چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او ځانګړتیاوې ترې ورکې شي، او په دې باور او قناعت شي، چې د انساني ټولنو د مادي پرمختګ په ډګر کې باید دغربي فورمولې څخه په ړانده ډول لاروي وشي. تر هغې پورې چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او واقیعتونه په سمه توګه درک کړي او په ټولنه کې د یو ډول انزوا سره مخ بیا د واقعیت په لټه کې شي او له دې لارې څخه د شهرت څوکو ته هم ورسېږي، په پای کې دوی په دې پوه شي، چې د خپلې ټولنې سره یې د علمي امانت له مخې ظلم کړی او د حقیقتونو خلاف ذهنيت یې په ټولنه کې خپور کړی دی، خو ستونزه بیا دا ده چې ځینې له نوموړیو لیکوالانو څخه د دې همټ لري، چې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او ځینې دا همت او جرات نه لري، هڅه کوي.

زه غواړم په دې هکله د مصر د یوه مشهور لیکوال د برخلیک انځور ستاسې مخې ته کېږدم. تر څو دا ښکارنده څه نا څه درته روښانه شي:

پر اسلامي نړۍ د غربي استعماري دورې له ختمېدو مخکې مستعمرينو په اسلامي نړۍ کې ځينو ځوانانو ته په لويديځ کې د زده کړې زمينه مساعده کړه، څو د دوی له وتلو وروسته، همدوی يا له دوی متاثر خلک د خپل هېواد حاکمان شي، چې د استعمار ګټې په کې خوندي وساتي او د دوی له وتلو وروسته ستر بدلون(ډیموکراسي) رامنځ ته نه شي.

د دوی لخوا روزل شوي محصلين په ټولنه کې پرمخ تللي، جهان ديده و روڼ اندي بلل کېدل، ډېر خلک ترې متاثر شول او د دوی پرلار روان شول. ځينې يې داسې وو چې آن د اسلام ځينې احکام و لارښوونې ورته د منلو وړ نه وې او چا په قرآن شک وکړ!
په دغو کسانو کې ځينې داسې وو چې فکرونه يې د غربي زده کړو او غربي مفکرينو له سلطې خلاص کړای شول او بېرته يې ځانونه تصحېح کړل. ځينو په ډاګه پر خپلې غلطۍ اعتراف وکړ او ځينو چوپتيا غوره وګڼله. دوکتور محمد حسنين “هيکل” يو له همدغو کسانو و چې په غرب کې يې زده کړه وکړه او د اسلامي نړۍ سيکولرو موډرنېستانو مجدد باله. خو حسين هيکل په خپلو نظرياتو کې بيا فکر وکړ او په ډاګه يې وويل چې زه پخوا غلط وم، خپله ټولنه مې نه وه درک کړې..

سيکولر او موډرنېست هيکل:
محمد حسين هيکل تر ۱۹۳۳م کاله غربپال سيکولر فکر لاره. هغه تر دغه وخته په دې باور و چې بايد له غربه ړوند تقليد وکړو، بايد خواږه و ترخه، ښه و بد ترې واخلو، څو موږ هم د دوی په څېر پر مخ لاړ شو. هيکل په خپل کتاب “في منزل الوحي” کې اعتراف کوي چې پخوا يې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته نقلاوه.

فکري سمون:
حسين هيکل په ۱۹۳۳ ميلادي کال کې د “حياة محمد” په نامه د سيرت ډېر په زړه پورې کتاب وليکه. په ياد شوي کتاب کې يې پر غربي مستشرقينو ردونه وکړل. کله چې دغه کتاب خپور شو، د حسين هيکل سيکولرو ملګرو پرې نيوکې وکړې او ويل يې چې هيکل د تجديد لاره پرېښوده او وروسته پاتې شو.

هو هماغه حسين هيکل چې د سيکولرېزم ستاينه به يې کوله او د علي عبد الرازق او طه حسين د کتابونو ستاينه به يې کوله، د “محمد ژوند” کتاب کې کاملا بدل شو. هيکل په دغه کتاب کې ښکاره وليکل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د نورو انبياوو په څېر نه و، دی سياسي رسول و او د دين و تمدن دواړو خپرول يې رسالت و، چې له يوه بله نه شي بېلېدای. په ياد کتاب کې يې اعتراف وکړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم سره هم دين و او هم سياست. دی وايي اسلام د مسيحيت په څېر کهانوتي او تيوکراسي نه لري.

کله چې مرحوم هيکل د “محمد ژوند” کتاب کې د مستشرقينو نظريې رد کړې، اسلام يې دين و دولت وباله، د سيرت ليکنه کې يې قرآن مهم مرجع وباله او بيا يې له احاديثو استفاده وکړه، دغه تګلاره د هيکل زړو ملګرو ته د منلو وړ نه وه. هغوی چې هيکل يې مجدد و مفکر باله، اوس يې ورته د وروسته پاتي سړي نوم ورکړ او ويل يې چې پخوا يې خلک رهبري کول او اوس خلک دی رهبري کوي.
طه حسين ته ورته ملګري يې له دغه کتابه ناراضي ښکارېدل او هلته و دلته يې منفي تبصرې پرې کولې. کله چې مرحوم هيکل له دغه ډول تبصرو خبر شو، دا ټولې خبرې يې رد کړې او دا وار له کنايې صراحت ته ووت او په ډاګه يې وويل چې زه غلط وم او ملګري مې لا هم په غلطه روان دي. حسين هيکل په ۱۹۳۷م کې د “في منزل الوحي” په نامه کتاب وليکه، د ياد کتاب په مقدمه کې يې دا هر څه تفصيلي رد کړل.

حسين هيکل په خپلو ملګرو داسې رد کوي:
“دلته د هغه چا پر ګومان رد کول غواړم چې زه يې د “محمد ژوند” له کتابه وروسته مرتجع او وروسته پاتې وګڼلم، په داسې حال کې چې همدوی زه پخوا مجدد ګڼلم! دوی به ولې ما وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما قرآن خپل دليل ګرځولی او سيرت مې سند، او د دوی په اصطلاح مې د علمي نقد لاندې نه دی راوړی ! دوی به مې ولې وروسته پاتې نه ګڼي، په داسې حال کې چې ما پر رسول الله د مسشرقينو او ځينو مسلمانو ځوانانو ردونو ته علمي ځوابونه ويلي!..”

بيا له غربه د تقليد په هکله ليکي:
زموږ روحي تاريخ د غرب له روحي تاريخ سره توپير لري، او زموږ روحي ثقافت د دوی له روحي ثقافت سره فرق لري. غرب له اوله د پاپي مسيحي نظام تابع و. مګر شرق له دغه ډول فکره پاک پاتې شو، په شرق کې له هغو اسلامي مذاهبو سره چې کليسايي نظام يې غوښته، جګړه وشوه، نو شرق له هغو اسبابو پاک پاتې شو چې د غرب د اضطراب لامل وګرځېدل او د شرق مسيحيان له هغو خپل منځي جګړو خوندي پاتې شول چې د دوی وروڼو په غرب کې وکړې.. په غرب کې حاکميت د کليسا و، څه چې يې غوښتل هغه يې کول.. د اسلامي (تاريخ) د عظمت پر مهال فکري آزادۍ قيد نه لاره.. او مسلمانان په دې نظر وو چې له خدايه پرته نور څوک ګناهونه نه بښي.. څنګه کولای شو چې د غرب پر روحي ژوند شرق پورته کړو او پرمخ يې بوځو، په داسې حال کې چې زموږ او د غرب تر منځ په تاريخ و ثقافت کې دومره ستر فرق دی..

دا خبره ښکاره ده، خو عجيبه ده چې زما ملګري تر اوسه پرې نه پوهېږي، کېدای شي همدا لامل وي چې دوی مې ملامتوي، خو د ډېرې حيرانتيا خبره نه ده، ځکه لکه څنګه چې اوس مې ډېر ملګري پرې نه پوهېږي، زه خپله کلونه کلونه په دغو خبرو پوه نه شوم. ډېره هڅه مې کړې چې د غرب معنوي او روحي ژوند خپلو خلکو ته رانقل کړم چې د رڼا په څېر ورپسې شو. خو وروسته پوه شوم چې زړی بې ځايه اچوم، چې ځمکه يې هضموي او پورته کېدو او ژوند کولو ته نه پرېږدي..

اسلامي فکر پر يوه خدای د ايمان فکر دی چې د فکري آزادۍ تر سيوري لاندې د انساني يووالي پر لور روان دی، داسې يووالی چې اساس يې وروري او مينه ده. مسلمانان په شرق و غرب کې وروڼه دي، چې د خدای په نور سره مينه کوي، نو دوی يو امت دی چې ستړي مشي يې پر سوله (سلام) ده او موخه يې سوله ده. دغه اسلامي نظريه د اوسني عصر د قوميت او مليت د تقديس له نظريې سره مخالفه ده.. “

دوکتور محمد حسين هيکل په دغسې زړور نقد، خپل وروستی نظر ښکاره کړ. هغه چې ټول عمر يې د غرب په تقليد کې تېر کړی و، په پای کې يې اعتراف وکړ چې، دا د پرمختګ لار نه ده، زموږ او د غرب تاريخ او ثقافت بېل دی، اسلام د مسيحيت په څېر کهنوتي نظام نه رامنځ ته کوي چې ملا په کې خدای وي، څه چې يې زړه غواړي، هغه کوي؛ بلکې د اسلام له نظره خدای ته هغه څوک نږدې دی چې ډېره تقوا ولري. عرب په عجم هېڅ لوړتيا او فضيلت نه لري او ملا يوازې د دين مبلغ دی نه خدای.

په پای کې زه په دې اند یم ، چې قرار صاحب هم د ډېرو هغو ځوانانو په څېر هڅه کړې ده، چې کله د غربي نړۍ د مادي پرمختګ په اړه څه مادي نظریات ولولي، بیا په داسې ډول يې تر اغېز لاندې واقع شي، چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او ځانګړتیاوې ترې ورکې شي، او په دې باور او قناعت شي، چې د انساني ټولنو د مادي پرمختګ په ډګر کې باید دغربي فورمولې څخه په ړانده ډول لاروي وشي. تر هغې پورې چې د خپلې ټولنې د جوړښت بنسټونه او واقیعتونه په سمه توګه درک کړي او په ټولنه کې د یو ډول انزوا سره مخ بیا د واقعیت په لټه کې شي او له دې لارې څخه د شهرت څوکو ته هم ورسېږي، په پای کې دوی په دې پوه شي، چې د خپلې ټولنې سره یې د علمي امانت له مخې ظلم کړی او د حقیقتونو خلاف ذهنيت یې په ټولنه کې خپور کړی دی، او که چېرې د دیني عالم غلطه فتوا د دیني مسایلو اړوند دروند مسوولیت او جزا لری همدا راز د یو لیکوال غلط تفسیر د یوه لوی اسلامي سوله ییز بهیر اړوند لویه او درنده تېروتنه ده، چې د غلطې علمي فتوا په حیث لوی ظلم دی، خو اساسی ستونزه بیا دا ده چې ځینې له نوموړیو لیکوالانو څخه د دې همټ لري، چې پر خپلو تېروتنو اعتراف وکړي او ځینې دا همت او جرات نه لري.

یادونه: په دې لیکنه کې د “هیکل” په اړه د “زاهد جلالی” د څېړنیزې لیکنه څخه هم ګټه اخیستل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

دجديدحمار ليكنو ته جواب وركول پخپله دده هدف پوره كول دي نوموڑئ غواڑي دخپل لوى خداي په وڑاندي زان په دي دول مطرح كڑي اوهغه پري ورحميژي يوسوك چي دتحصيل دوره يي دعلمي ترقئ په زاي په جنسي بداخلاقيو تيره كڑي وي سه به ملي او اسلامي نواميس اوپيژني نوموڑى چي دديرو خلكو لخوا جنسي زورول شوى ليكنه يي هيچ په علم او منطق ولاڑه نه وي بلكي په سپكو سپورو ولاڑ يو تخيل يي خكلئ وي چي تاندخيل بيا كوشش كوي داسي كسان نورو ته وروغپوي موژ دهر هغه چا ولو كه زموژ سرسخت مخالف وي هم چي ليكنه… نور لوستل »

غوربندي

فرقاني صيب تاسو ته سلام او احترام ستاسو به ليكنه كي د اخوان المسلمين به دفاع كي د هغوي اصلي او بنيادي داعيه ناديده نيول شوي ده او د اخوان تر تامه او يا به دوي باندي د زنو حواله جاتو تر نامه لاندي د ليبرال-اسلامي اوسني منخرفي مفكوري جي يو نوم يي وسطية او بل يي امريكايي إسلام دي تكيه شوي ده. كه اخوانيان فكر كوي جي به ورته سياسي انعطاف او د اخوان له منهج سخه فكري انحراف به د طاغوتيانو او غربي ليبرالانو به زرونو كي دوي ته زاي بيدا كري ناممكنه خبره ده جي شه مثال… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ، فرقانی او سعید صاحب السلام علیکم : د غوربندی صاحب خبری کاغذ کی پیچلی غوندی ښکاری ، که یی لږی نوری تو ضیح کړی زه خو پری پوه نه شوم ، ولی په اخری جمله کی یی زه سم پوه شوی یم ، لیکی ( تاسی ته نه ښایی چه له یاده مسلمانانو څخه ځان په شخصی یا اخوانی سطحه بیل او بیزاره قلمداد کړی ) لمړی مجید او د هغه ملګری د کفر سره په ښکاره ولاړ او د غلامی اداری لوړپوړی او باوری سخن ګوی دی ، هغه ته مسلمان ویل به خپله ګناه ده… نور لوستل »

غوربندي

استاد بيانزی صیب فرقاني صیب د اسلام په رڼا کی د وسطیت تعریف کړی ده په دې کې مونږ ټول ورسره یوه خوله یو خو د وسطیه په نوم چې کومه مفکوره اوس اوس زږیدلې او رونق ورکول کیژي ایا داعیه یی د اسلامي احکامو په د ننه کې په وسطیه بنا ده کنه د بین الادیان یا په مابین د حق او باطل کی د وسطیت لاره اختیارول دي؟ د سخت دریځی نیوکه خو د کافرانو لخوا په مسلمانانو نیوله کیژي نو که مسلمان غواړي هغوی ته ځان وسطي جوړ کړي نو دا وسطیت یی د څه شي تر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم :
که رښتیا درته ووایم ، مونږ د فرقانی صاحب د لیکنی یودوه دری پروګرافونه ولوستل ځینی وخت زه وایم ځه نوره موضع یه یی هم دا وی نو تر اخره می نه وه لوستلی ځکه له ځینو محتویاتو یی ناخبره پاتی شوم او ستا په تبصره می نیوکه وکړه ولی ستاسی تبصره په ځای وه خیر ، بخښنه کوی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x