افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: راتلونکو دوه اونیو کې به د ټولو پوهنتونونو محصلین واکسین شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې تر راتلونکو دوه اونیو پورې به په ټولو دولتي پوهنتونونو کې محصلین واکسین شي.

په لوړو زده کړو وزارت کې نن د دوشنبې په ورځ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو، د نشراتو او عامه اړیکو، د لوړو زده کړو وزارت، د عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون بهیر او د مرکزي پوهنتونونو استازو ترمنځ ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې په پوهنتونونو کې د واکسیناسیون بهیر په چټکولو خبرې وشوې، چې په لړ کې به یې ټول محصلین تر دوه اونیو واکسین شي.

د روغتیا وزارت د واکسین بهیر سلاکار ډاکټر احمد ناصر واثق ډاډ ورکړی چې دغه وزارت خورا ډیر واکسین لري او کولی شي تر راتلونکو لسو ورځو پورې په ټول هېواد کې د پوهنتونونو استادان، محصلین او کارکووونکي واکسین کړي.

د ناستې پرمهال د روغتیا وزارت استازي زیاته کړه، هغه محصلین چې اوسمهال په ولایتونو کې دي، کولای شي په اړوندو ولایتونو کې واکسین ترلاسه کړي او پاتې نور به مرکز ته تر راستنېدو وروسته واکسین شي.

دا په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د پریکړې بر بنسټ په هغو ولایتونو کې چې د کرونا مثبتو پېښو د اوسط کچه له ۳۵ سلنې ټيټه وي د زمري میاشتې له ۱۶مې نیټې وروسته په حضوري ډول پرانېستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

چې په دغه واکسیونو کې څه فساد نه وي دا ولی جبري دي او د داسې چا مرسته ده چې هغه زمونږ روغتونو ممبارت کوي…

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x