افغانستان

طالبان: د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور له حقیقت لیري دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ «یوناما» له لوري‌ خپور شوی راپور یو طرفه او له حقیقت لیري دی.

یوناما په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د روان میلادي کال‌ په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱۸۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې ۱۶۵۹ تنه وژل شوي‌ او ۳۲۵۴ تنه نور ټپيان دي.

راپور کې راغلي، چې د یادو شویو تلفاتو له منځه د ۲۳ سلنه تلفاتو پړه حکومت، د ۳۹ سلنه تلفاتو پړه طالبانو، د ۱۱ سلنه تلفاتو پړه حکومت پلوه ملیشو او د ۹ سلنه پړه داعش ډلې ته ور ګرځي.

طالبانو د یوناما پورتنی راپور یو اړخیز او له حقیقته لیري بللی او ټينګار یې کړی، چې دوی په تېرو شپږو میاشتو کې هیڅ داسې عملیات نه دي ترسره کړي، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب دې شي؛ بلکې د حکومتي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو له قوله، د کندهار په سپین بولدک او د غزني په مالستان سیمو کې د ملکي‌ تلفاتو په اړه د «دښمن استخباراتي پروپاګند»‌ هم ددې لامل شوی چې د تلفاتو زیاتره مسئولیت طالبانو ته راجع کړل شي.

طالبانو پر یوناما غږ کړی، چې د ملکي‌ تلفاتو قضیه له «پروپاګند» راوباسي او د یوې بشري قضيې په حیث چلند ورسره وکړي‌ «موږ په یوناما غږ کوو چې باید د ملکي تلفاتو قضیه له پروپاګند څخه راوباسي او واقعا د یوې بشرې  قضيې په سترګه ورته وګوري، خپل معلومات د دښمن د استخباراتي او پرپاګند آمیزه منابعو څخه تکمیل نه کړي، بلکې لږ زحمت وباسي، د پيښو د څیړلو لپاره له نیږدې او بې طرفه منابعو څخه استفاده وکړي، ترڅو په ريښتوني بڼه د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیول شي او د ملکي خلکو د تلفاتو اصلي عاملان او جنایتکاران تبریه نشي.»

ورته مهال حکومت هم د یوناما راپور رد کړی او ادعاء یې کړې، چې ددوی له لوري‌ ولسي وګړو ته تلفات نه دي‌ اوښتي.

د امنیتي‌ سکتور ویاند «اجمل عمر شینواری» وایي، حکومت په هغو ساحو کې هیڅ هوایي برید نه دی کړی چېرې چې د ملکي‌ تلفاتو د اوښتو ویره موجوده وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x