افغانستان

کندهار: ملي امنیت د طالبانو سیمې ته تللي خبریالان نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): په سپین بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمې ته د راپور جوړونې لپاره تللي ورغلي درې تنه خبریالان د حکومت د ملي امنیت له لوري نیول شوي.

سپین بولدک ولسوالي چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د طالبانو تر واک لاندې ده، حکومت یې په اړه ادعاء کوي چې طالبانو په یاده سیمه کې ډله ییزې او قومي وژنې پیل کړې دي.

طالبانو څو ورځې وړاندې رسنیو ته بلنه ورکړه، چې د حقایقو د څرګندولو په موخه سپین بولدک ته ورشي؛ خو حکومت د خبریالانو د تګ مخه ونیوله، مګر د ملت غږ راډيو درې خبریالان «بسم الله وطندوست، قدرت الله سلطاني او محیب الله عبیدي»  د طالبانو سیمې ته ولاړل.

د ملت غږ راډیو دفتر وایي، نن سهار یاد شوي خبریالان له سپین بولدک څخه کندهار ښار ته را روان وو، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري نیول شوي‌ او لا هم د هغوی په بند کې دي.

په کندهار کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې «نی» مشر سمع غیرتمل وایي، چي دوی له امنیت شورا او نورو ادارو سره په تماس کي دي.

بل لور ته په کندهار کې د ملي امنیت ریاست بیا وایي، یاد خبریالان د امنیت شورا په امر نیول شوي‌ دي.

یاده دې وي، چې د سپین بولدک ولسوالۍ تر نیول کېدو وروسته حکومتي چارواکو ادعاء درلوده طالبانو په یاده ولسوالۍ کې څلور سوه تنه له کورونو ایستلي او له ډلې یې سل تنه وژلي دي؛ خو طالب چارواکو دا تورونه رد کړي‌ او د رسنیو تر څنګ یې د بشري حقونو ټولو ادارو ته بلنه ورکړې تر‌څو ورشي او د ولسوالۍ حالت له نږدې وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد دوکتور عبدالله

دا د دجال رژیم خو د کفر په قانون هم ولاړ نه دی … د بيان آزادي او دیموکراسي …. د شغالانو رژیم دی چې بیا يې هم ځنې د الله دوښمان حمایت کوي.

مجاهد

د کفر قانون وحشت، استثما ر او غلامی ده فساد ، جنګونه او وینی تویول دی، بی قانونی د کفر قانون دی او دجال انسانی شیطان او د اخری کفر شاهنشاه دی د عیسی ع لخوا به وژل کیږی د دجال په وزنه به ټول کفر محوی او ناپود کیږی تر هغی به د حق او باطل جګړه یا سبیڅلی جهاد دوام لری

تور سپین

د ازادو خبريالانو يوه ډيره مهمه دنده د کنټرول دنده ده. دوى بايد بيطرفه پاته شى او دولتى او غيرى دولتى ادارى چه کوم خبر خپروى نو بايد د دغه خبر غلط او صحيح والى ارزونه دا آزاد خبريالان وکړى او دمطلوبه موضوع واقعى حالت د عوامو سره شريک کړل شى. نو اوس د کباړ ادارى تر کمونستانو لا بدتره کړه. او مسو”له يى هم هغه کسان دى چه دا اداره يى ژوندى ساتليه ده. ديموکراسى واى سوټکراسى عملى کوى. دا 43 کاله کيږى چه دى امالى شروع ده او دى ادا ى بىا خپلى انتها ته ورسوله. او دا… نور لوستل »

محمد صالح

یا وروره دا خبریالان امنیت ملي نیولي نه دي بلکه میلمستیا یې ورته کړې ده. هلته په بولدک کي امنیت ملي یو جاسوس هم نه لري چي د بولدک خبرونه ورکړي ځکه نو د ګیډي ګډ وي چي هلته دا وسوه او ها وسوه. چي خبر سوه چي خبریالان تللي دي او د طالبانو سره یې لیدلي دي نو د کندهار د امنیت ملي ریس راولاړ سو تر هر چا تر مخه یې ځان ته وغوښتل. اوس به یې کیک، کولچې او نکل و نخود په غابو کي ورته ایښي وي خبري ځني پوښتي. پر دې خبرو بیا د امنیت… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x