روغتیا

پاکستان ته د امریکا له لوري د مودرینا واکسینو درې ملیونه دوزه ورکړل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۴ زمري، ۱۴۰۰ل): پاکستان درې میلیونه دوزه امریکايي مودرينا واکسین چې د امریکا له خوا ورسره مرسته شوې وه پرون اسلام اباد کې ترلاسه کړل.

په پاکستان کې د ماشومانو د مبارزې نړیوال صندوق UNICEF وایي چې د امریکا له لوري مرسته شوي درې ملیونه دوزه واکسین د کوواکس بهیر له لارې اسلام اباد ته رسېدلي دي.

دا روانه میاشت د امریکا له لوري پاکستان سره دوهمه مرسته ده چې ترسره کیږي، په دې سره د امریکا له لوري پاکستان سره مرسته شوي د مودرینا واکسینو دوزونه ۵.۵ ملیونو ته ورسېدل چې د واکسیناسیون بهیر په چټکولو کې به مرسته وکړي.

د یونیسیف پاکستان په وینا، د مې له ۸مې نیټې راوروسته د کوواکس بهیر له لارې تر دې دمه پاکستان سره د ۸ ملیونه دوزه بېلا بېلو واکسینو مرسته شوې ده.

له دې وړاندې ۲.۵ ملیونه دوزه د استرازینیکا واکسین، ۱۰۰ زره دوزه د فایزر او ۵.۵ ملیونه دوزه د مودرینا واکسین مرسته شوي دي، خو په یاد هېواد کې چینایي واکسین هم په پراخ ډول تطبیقیږي.

د پاکستان روغتیا وزارت وایي چې په دغه هېواد کې د مې میاشتې له لومړۍ نیټې په لومړي ځل په څلورویشت ساعتونو کې پېښې زیاتې شوي، یاد وزارت تېره ورځ ۳۷۴۲ مثبتې پېښې ثبت کړي او د ۳۲ ناروغانو د مړینې خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې چې د مثبتو پېښو اوسط کچه ۷.۵ ته پورته شوې ده.

د روغتیا وزارت په وینا، تر دې دمه د واکسیناسیون بهیر په هېواد کې د مثبتو پېښو ثبتېدلو په کمېدو ښکاره اغیز کړی، چې د یاد بهیر چټکول به د پېښو په کموالي کې لا هم مثبت تغیر راولي.

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې تر دې دمه ۵ ملیونه خلک بشپړ واکسین شوي او له ۲۵ ملیونو زیاتو کسانو ته لومړي دوز لګول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x