افغانستان

سپين بولدک: د وېش له لارې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز فعاليتونه بېرته پيل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د طالبانو له لوري د سپین بولدک ولسوالۍ او له پاکستان سره په ګډه کرښه د وېش سوداګريز بندر له نيولو وروسته پاکستان له افغانستان سره شريکه «دوستۍ دروازه» تړلې وه او اوس يې يو ځل بيا د سوداګريزو فعاليتونو لپاره پرايستې ده.

د بلوچستان ايالت چمن سيمې مرستيال کمشنر جمعه داد مندوخېل ويلي، چې د طالبانو له لوري د سپين بولدک او وېش بندر له نيولو وروسته دوستۍ دروازه تړل شوې وه او اوس يو ځل بيا دغه دروازه د دوه اړخيزې سوداګرۍ لپاره پرانيستل شوه.

د ښاغلي مندوخېل په وينا په وېش کې د طالبانو له چارواکو سره تر اوږدو بحثونو وروسته يې دوستي دوازه د دوه اړخيزې سوداګرۍ پر مخ پرانيسته.

د دوازې د پرانيستل کېدو له امله دواړو لوريو ته سلګونه بار وړونکي موټر دواړو هېوادونو تلی شي.

طالبانو نږدې دوه اونۍ مخکې سپين بولدک ولسوالۍ او د وېش نړيواله منډۍ او بندر نيولي دي.

حکومتي چارواکو څو ځله د وېش بازار او سپين بولدک د نيولو ادعا کړې وه، خو په خپلې ادعا کې پاتې راغلل.

طالبان وايي، له ټولو ملکي مامورينو يې غوښتي، چې له هر ډول وېرې او قيد پرته خپلو کارونو ته دوام ورکړي او له خپل لوري يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

طالبان وايي، دوی هڅه کوي، چې پياده مسافرو او سوداګرو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي او د افغان ولس ستونزو ته په کتو به ماليې هم تر ټيټې کچې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x