نړۍ

د پاکستان پوځ: پاکستان ته راوښتي ۴۶ افغان پوځيان مو بېرته افغانستان ته وسپارل «ويډيو»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره «ای ايس پي ار» وايي، د کونړ ولايت څخه د خيبر پښتونخوا چترال سيمې ته ۴۶ ور اوښتي افغان عسکر يې بېرته افغانستان ته سپالي دي.

د پاکستان پوځ تېره ورځ ويلي و، چې د افغانستان د ملي ادارو د پنځو افسرانو په ګډون ۴۶ پوځيانو له پاکستانه پناه غوښتې وه او دوی د کابل حکومت په خوښه پناه ورکړه، خو د کابل حکومت د دفاع وزارت دا خبر رد کړی و.

د کابل حکومت د وسله‌والو ځواکونو وياند اجمل عمر شينواري رسنيو ته ويلي، چې د پاکستان د پوځ ادعا هېڅ حقیقت نه لري.

اجمل عمر زياته کړې وه، دا خبره له حقیقته لرې ده، چې افغان عسکرو دې په بل هېواد کې پناه اخيستي وي او هغه هم په پاکستان کې. «افغانان او په ځانګړې توګه افغان پوځ، چې څومره حساسيت له پاکستان سره لري، دا ټولو ته روښانه ده.»

خو د کابل حکومت د دفاع وزارت له يادې ادعا وروسته په ټولنيزو رسنيو کې هغه ويډيو خپره شوه، چې د کابل حکومت عسکر له پاکستاني پوځيانو مننه کوي او د پاکستان پوځي افسر د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې وړمه ورځ طالبانو د کونړ ناړۍ ولسوالۍ له نيولو وروسته ملي اردو ګڼ شمېر عسکر له خپلو وسلو سره پاکستان ته اوښتي وو.

د پاکستان پوځ د روانې جولای په لومړيو کې هم ويلي و، چې ۳۵ افغان عسکر له ډيورنډ کرښې و اورښتي او له دوی يې پناه غوښتې وه.

دغه عسکر وايي، له تېرې اوږدې مودې راهيسې د طالبانو له لوري کلابند وو، له دوی سره لوجستيکي او پوځي مرستې نه کېدې او له همدې امله يې خپله قرارګاه طالبانو ته پرېښوده.

د يادونې وړ ده، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د طالبانو د پرمختګونو پر مهال دغې ډلې ګڼې سرحدي سيمې نيولي دي.

تر دې وړاندې په شمالي ولايتونو کې هم د طالبانو د پرمختګونو له امله سلګونه پوځيان تاجکستان او د هرات اسلام کلا بندر له نيولو وروسته لسګونه عسکر ایران ته تښتېدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

زما لپاره ډيره د خواشیني وړ ده چې په تاریخ کې د افغان داردو عساکر پاکستان تسلیمیږي نو ولي افغان پښتون ته طالب نه تسلیمیږي ! اردو به یو وخت طالب شي او طالب اردو شي خو پاکستان نه ! که څه هم پاکستان زمونږ دوست هېواد دی او د جداشویو پښتنو کور دی!

طوطی

قرار ګاه یی چی پریښوده بیانو پاکستان څه ضرورت وه چی هلته ورواوړی ولی یی ځانونه طالبانو نه تسلیمول. خو پوهیدل به چی طالبان چی مسلمانان دی چی تسلیم شوی وی حتمآ به وژل کیدل.

عظيمی

غيرت مو خاوری سه۔ خپل د خاوری دښمن ته تسلیم سول هغو چه ستا په نظر د طالبانو رهبران دی۔ مرګ تر در دی عمل درته ښه وو۔ دا تعنه به هم ورسته پنجاپيان را کوي۔ و هغو ته تسليم سوي چه د توپکه ميل دی دا شل کاله وراړوی وو۔ د څه دپاره دي دا وردي اغوستی ده۔ او ارګ نشینان دی د سره پر موجوديت لا پښمانه سول۔ دا بیا بله ژړه يي هم درواړول۔

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x