افغانستان

هلمند کې د ملي اردو یوه چورلکه نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه،۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د هلمند ولایت په ناد علي ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه ایم ۱۷ ډوله هلیکوپتر هغه مهال د طالبانو لخوا ویشتل شوې، چې غوښتل یې له یادې ولسوالۍ څخه کمانډو عسکر انتقال کړي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې خبر په تایید سره ویلي، چې یاده هلیکوپتر یې تیره شپه د نادعلي ولسوالۍ مرکز کې د کمانډو عسکرو د«تېښتې» او انتقال پرمهال ویشتلې ده.

نوموړی زیاتوي چې هلیکوپتر له ویشتلو سره سم اور اخیستی او په بشپړه توګه سوځېدلې ده.

احمدي دغه راز څرګنده کړې چې د نادعلي ولسوالۍ مرکز، امنیه قومنداني او د پي آر ټي په نوم غټ بیس یې هم له دولتي ځواکونو څخه نیولي او دا مهال د ملي امنیت په کلابند مدیریت کې سخته جګړه روانه ده.

په سویل کې د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر هم دا پېښه تایید کړې؛ خو زیاتوي چې هلیکوپتر د تخنیکي ستونزو له کبله سقوط کړی ده.

میوند قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه راز ادعا کړې چې په نادعلي ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پرمهال ۳۰ طالبان وژلي دي؛ خو طالبانو دغه ادعا بې بنسټه بللې ده.

باید وویل شي چې په تیرو څو اونیو کې د هلمند او کندهار ولایتونو ګڼ شمېر ولسوالۍ طالبانو نیولي او د دواړو ولایاتو مرکزونه هم کلابند او هره ورځ د جګړو شاهدان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx