افغانستان

د نورستان برګمټال ولسوالي طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ زمری، ۱۴۰۰ل): د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ مرکز او ورسره تړلي‌ دولتي تاسیسات د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي، چې نن سهار د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات د طالبانو تر واک لاندې شول او حکومت ترې وایستل شو.

دده په خبره، د ولسوالۍ د مرکز په نیولو سره ډيره وسله او مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي.

حکومت که څه هم تر دې دمه د برګمټال د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو برګمټال هم نور د هغودوه سوو ولسوالیو په لست کې راځي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د طالبانو ولکه ورباندې ټینګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x