افغانستان

سره صليب پاکستان ته د وسله‌والو د مړو لېږدلو په اړه د ضياالحق امرخېل ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل ادعا کړې، چې په تېرو څو اونيو کې يې د ۳۹ پاکستاني وسله‌والو مړي د سره صليب نړيوالې ادارې په واسطه پاکستان ته سپارلي دي، خو د سره صليب ادارې د نوموړي ادعا رد کړې ده.

ضياالحق امرخېل تېره ورځ په يوه ويډيويي پيغام کې ادعا کړې وه، چې د ۳۹ پاکستاني طالبانو مړي يې د سره صليب په واسطه د تورخم له لارې پاکستان ته سپارلي او همدارنګه لسګونه مړي او ټپيان له نورو لارو هم پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د سره صليب نړيواله اداره وايي، پاکستان ته د وسله‌‌والو د مړيو لېږدلو په اړه دوی نه دي خبر او نه هم داسې څه پېښه شوې ده.

د سره صليب نړيوالې ادارې چارواکو ويلي: «موږ دا سپيناوی کوو، چې د افغانستان جګړې هېڅ لوري له موږ څخه د مړيو د لېږدولو غوښتنه نه ده کړې او له همدې امله موږ د لېږد د پروسې برخه نه يو.»

پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د کابل حکومت چارواکي دا تورونه په داسې حال کې لګوي، چې د هېواد په شمال، مرکزي ولايتونو، جنوب او ختيځ کې طالبانو بې ساري پرمختګونه کړي، تر اوسه يې له دوو سوو زياتې ولسوالۍ او سلګونه پوځي مرکزونه نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

په اندیښنو مي ځان پاچا کړ چي سر مي راپورته کړ ملنګ د هدیرو وم. په خپل تخیل کي کابل زورواکو همدا اوس خپلي د لاسه تللي ولسوالۍ هم بیرته نیولي دي او په هیواد کي یې یو ټانک، یو موټر او یو ټوپک هم د طالبانو سره نه دی پاته. تر کومه ځایه چي د حقیقت موضوع ده، په حقیقت پسي بیا څوک ګرزیدلي دي؟ د کابل په اداره کي داسي څوک مقرریدای نه سي چي تر غني ډیر هوښیار وي. ده د عبدالله سره نیم حکومت ځکه شریک کړ چي هغه تر ده بې عقل وو. اوس نو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x