ورزش

د تکواندو ملي لوبغاړي فرزاد منصوري اولمپېک لوبو کې له خپل کوریایي سيال ماتې ومنله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د ټوکيو اولمپېک سياليو پرمهال د افغانستان ملي لوبغاړي فرزاد منصوري په ۸۰ کيلو وزني د تکواندو سيالۍ کې له خپل کوریایي سيال څخه ماتې ومنله.

د اولمپېک کمېټې له لوري ويل شوي چې فرزاد منصوري د خپل کوريايي سيال څخه د ۱۳ پر ۱۲ نمرو په لږ توپير په وروستیو شېبو کې ماتې خپله کړه.

دا پرلپسې دوهمه سيالي ده چې افغان لوبغاړي په ټوکيو اولمپېک لوبو کې له خپلو سيالانو ماتې مني، دوه ورځې وړاندې په نښه ويشتنه کې مهدي یاوري هم له خپلو سيالانو په ستر توپير ماتې منلې وه او په ۴۷ لوبغاړو کې په وروستي نمبر راغلی و.

د فرزاد منصوري لپاره په تکواندو لوبو کې د برونز مډال ګټلو يو بل فرصت هم شتون لري، که چيرې د نوموړي کوريايي سيال په ۸۰ کيلو وزني لوبو کې پايلوبې ته لار ومومي، فرزاد منصوري ته به د برونز مډال ګټلو فرصت سيالۍ برابره شي.

د یادونې وړ ده، د ټوکیو اولمپېک سیالۍ د جولای په ۲۳مه نېټه پېل شوي چې د ۲۰۶ هېوادونو څخه شاوخوا ۱۱ زره لوبغاړي په ۴۶ بېلا بېلو لوبو کې ګډون کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x