افغانستانروغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان سره د اکسیجن د تولید ۵۰۰ دستګاوې مرسته کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمری، ۱۴۰۰ل): د روغتیا نړیوال سازمان له لوري افغانستان سره د تولید ۵۰۰ دستګاوې مرسته شوې چې په کابل کې د عامې روغتیا وزارت ته سپارل شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې د روغتیا نړیوال سازمان له لوري دغه مرسته د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیالې ډاکټر وږمه سالمي ته سپارلي دي.

ددې سربېره د روغتیا نړیوال سازمان استازي افغانستان کې په روغتیایي سکتور او بیړنیو کیټونکو کې د نورو مرستو ژمنه او پر همکاریو د دوام ټینګار وکړ.

بل لوري ته وژمه سالمي په دې حساسو شرایطو کې د روغتیا نړیوال سازمان د مرستو او بېلا بېلو همکاریو مننه وکړه او د هېواد په اړمنو ولایتونو کې يې د یادو دستګاو د عادلانه ویش ژمنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت وایي چې دغه دستګاوې په یوه دقیقه کې د ۸ لیتره اکسیجن د تولید ظرفیت لري.

په هغو ولایتونو کې چې روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي او ناروغانو ته ستونزې موندل کیږي، د یادو دستګاو په مرسته به تر ډیره دغه ستونزه هواره شي، او د کووید-۱۹ ناروغۍ څخه به د مرګ کچه هم راټيټه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x