ټولنیزه برخه

غريب تبا دی

روح الله ريحان

دا په ټولنيزو رسنيو د پښتو يوه بې اساسه خو مشهوره وينا کرځېدلې چې تر ډيره پر حقيقت بنا ده. زموږ د ټولنې يوه تراژيدي داده چې پيسې ګټلو ته په بده سترګه ګورو، په داسې حال کې چې غربت د ايمان د زوال لامل کېدلی شي، او له تاسې هر څه اخيستلی شي. ځان پېژندنه، عزت نفس، سخاوت او او…

که غريب يې نو هيڅ نه لرې. غواړې صدقات، خیرات او زکات ورکړې، د یتیمانو کفالت وکړې، په سترو علمي مرکزونو کې زده‌کړې وکړې، خپلې کورنۍ ته ښه خواړه ورکړې، د خپلو ملګرو او ګاونډيانو سره مرسته وکړې، خو هيڅ نشې کولی، ولې؟ ځکه چې غريب تبا دی.

سمه ده، حج او زکات پر شتمنو فرض دی، خو ايا ستا زړه نه غواړي چې خپله يا پر خپل مور او پلار حج وکړې؟ انسان خو به یا ورکوونکی وي يا راټولونکی، نو په دې اساس ښي لاس له چپ څخه او پورته له ښکته څخه غوره دی.

که په غريبه کورنۍ کې زيږيدلی يې دا ستا تېروتنه نه ده، البته که په همداسې کورنۍ کې بوډا او مړ شې دا ستا په غفلت او سستۍ دلالت کوي. ځينې سست او غافله خلک خپله ملامتیا پر مذهب وراچوي، ګواکې دوی د دین او مذهب له کبله غربت غوره کړی، فکر کوي له چاسره سر و کار نه لري. خو الله او د‌ هغه رسول سست او غافله خلک هیڅکله نه خوښوي، هغه کس الله ته خوښ دی چې کار روزګار کوي، متحرک وي، مهارتونه زده کوي او له عبث ګرځېدو څخه خپلې شته وړتياوې په کار اچوي.

په دنیوي لحاظ مال او شتمني ستاسې د عملونو او ژوند اساس دی، په دیني لحاظ د اسلام په دریم رکن چې زکات دی راڅرګندیږي، زکات مالي عبادت دی، او دا هغه څه دي چې له مال او شتمنۍ درلودلو پرته ناممکن دی.

رزق ګټل او شتمني درلودل دنیوي او اخروي خوندونه لري، که په حلاله لاره وګټل شي باید په حلاله لاره مصرف هم شي، تر څو په دنیا او اخرت کې ګټور تمام شي، ډیر مال تاسې ته په اخرت کې څه نشي درکولی مګر هغه نېک عملونه، هغه صدقې جاریې، هغه زکاتونه، حجونه، د یتیمانو کفالت او داسې نورې ګټې، چې تاسې له خپل مال څخه پورته کړي تاسې ته جنت درکولی شي.

د دا ډول خلکو په اړه رسول الله فرمايلي، قوي او پياوړی مومن له کمزوري او سست مومن څخه الله ته خوښ دی. رسول الله څخه یو کس سوال کوي، خو هغه صلی الله علیه وسلم د ورکړې پرځای ورته د روزګار زمینه مساعدوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي، «قسم په هغه ذات چې زما ساه د هغه په لاس کې ده، په تاسې کې یو کس چې خپله رسۍ واخلي او پر ملا یې وتړي (کار وکړي) له دې څخه غوره دی چې ماته راشي، سوال وکړي یا یو څه ورکړم او یا یې منع کړم».
د مهاجرینو یو بېوزله ټولګی رسول الله ته راځي او د شتمنو خلکو څخه شکایت کوي، «هره نیکي چې موږ کوو هغوی یې هم کوي، خو هغوی خیراتونه، صدقات او زکات ورکوي خو موږ سره مال او شتمني نشته، دوی غلامان ازادوي موږ یې نشو ازادولی»، رسول الله ورته فرمایي: (ذلک فضل الله یؤتيه من یشاء)، ددې دومره نیکیو سربېره له مال او شتمنۍ څخه ګټه پورته کول د الله له لوري لویه پيرزوینه ده.

حضرت عمر فاروق هغه ځوانان نه خوښول چې بې کاره ګرځېدل، خوښ يې ګڼله ځوانانو به نوي مهارتونه زده کول، اختراعات يې کول او لږ تر لږه د روزي ترلاسه کولو لپاره په کار بوخت وو، او هغه ځوانانو ته چې هیڅ به یې نه لرل، کار او روزګار مونده.

د پيغمبر غزوات د معنوي پياوړتیا سربېره په مادي ډول د شتمنو صحابو په مرسته بریالۍ شوې، حضرت عثمان د ټول سر لښکر خرڅ پر غاړه اخلي او عبد الرحمن بن عوف سلګونه اسونه او نورې اړتياوې پوره کوي. دا ټول هغه څه دي چې رسول الله سره د شتمنو له لارې په غزواتو کې مرسته کېدلې.
نو د پښتنو دا وینا چې غریب تبا دی تر ډيره په حقیقت بنا ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x