ټولنیزه برخه

غم او غوسه!

رحمت الله مؤمن

د غوسې او غم ترمنځ توپیر دا دی چې د غم په اور یوازې غمجن سوزي او د غوسې په اور غوسه شوی کس له ځانه سره نور هم سېزي. تا به نه وي اورېدلي چې فلانی سړی خفه شو؛ نو ښځه یې طلاقه کړه، یا یې څوک بندي کړ، یا یې څوک مړ کړ، یا یې ټپي کړ، یا یې وواهه او یا یې خپلولي پرې کړه! خو غوسه هغه اور دی چې دغه ټولو کارونو ته سړی مجبوروي.
موږ د تاریخ په کتابونو کې لوستلي دي چې چېرته یو څوک وژل شوی، يا څوک په بند محکوم شوی، یا وهل شوی او یا له کوره شړل شوی، دا ټول د غوسې له امله شوي، نو د غوسې اغېز ډېر خطرناک دی او غم د غوسې په پایله کې مینځ ته راځي، د غوسې اواز تر تندر ډېر له کرکې ډک دی، له همدې امله د غوسې غږ ته وېروونکې کړیکه ویل کېږي او د غوسې حالت ته رجفه (لړزه) هم ویل شوې ده.
همدارنګه که غوسه د چا له واکه و نه وځي؛ نو نقصاني نه دی، ځکه د اللّٰه تعالی په صفت کې هم غوسه راغلې ده، لکه څرنګه چې د کفارو په اړه فرمایي:
( وَغَضِبَ اللّٰهُ عَلَیْهِمْ )
” او اللّٰه تعالی پرې غوسه شوی. ”

او خپګان که د چا په واک کې وي او که نه وي، نقصان دی، له دې امله دا کله هم د اللّٰه تعالی په صفت کې نه دی راغلی او نه راتلای شي چې څوک ووایي ( حزن اللّٰه ) یعنې د اللّٰه تعالی خپګان، ځکه دا سلبي صفت دی چې پر کمزورۍ دلالت کوي او د اللّٰه تعالی له شان سره نه ښایي او غوسه د قدرت او زورورتیا دلیل دی؛ خو د اللّٰه تعالی او د مخلوق د غوسې ترمینځ ډېر توپیر دی، د اللّٰه تعالی غوسه هېڅکله د مخلوق د غوسې پشان نه ده، د هغه غوسه هماغسې ده، کومه چې یې له شان سره ښایي او د قرآنکریم په دې آیت کې چې راغلي:
( فَلَمَّا آسَفُونَا انتَقَمْنَا مِنْهُمْ فَأَغْرَقْنَاهُمْ أَجْمَعِينَ )
” کله چې یې موږ غوسه کړو، نو غچ مو ترې واخیست او ټول مې غرق کړل. ”
دلته هم آسف د غوسې په مانا دی؛ نه د خپګان.
که موږ غواړو چې ځانونه د علم او حکمت په ګاڼه سنبال کړو او د اللّٰه تعالی له ټولو نعمتونو پوره ګټه واخلو، باید له غوسې څخه ډډه وکړو، ځکه ما لیدلي دي چې ډېر په زړه پورې خواړه، د استوګنې په زړه پورې ځایونه او ډېر نعمتونه، ډېرو انسانانو د غوسې له امله له لاسه ورکړي دي.
غوسه ناک انسان که ډېر لوړ مقام هم ولري؛ خو ټول چاپېریال یې خراب او بې خونده کړی وي، دا په ټولنه کې د زهرو مثال لري چې همېشه ناارامه وي او صبرناک انسان که په یوه جونګړه کې هم وي، زړه یې همېشه خوشحاله او ژوند یې ارام وي.
ما د یوه غربي لیکوال په کتاب کې لوستي دي چې یوه مړۍ ډوډۍ دې وي؛ خو چې په ارام سره وي، د غوسې په حال کې د پولاوونو به څه مزه وي، ځکه غوسه او اندېښنه په ژوند کې هیڅ خوند او مزه نه پرېږدي.
کله چې موږ پوهېږو چې موږ په کایناتو کې هیڅ بدلون نشو راوستلای او هر څه د اللّٰه تعالی پر تقدیر ترسره کېږي او موږ په خپلې غوسې سره هیڅ نشو کولای؛ نو بیا د غوسې څه سوال نه پیدا کېږی.
که موږ په ارام او خوښۍ سره خپلې سترګې وغړوو؛ نو په لمر کې به خپله ښکلا وګورو او پر دې به پوه شو چې دا پر موږ د اللّٰه تعالی له لوري یو ستر احسان دی او همدا شان د ټولو نعمتونو ارزښت به وپېژنو او شکر به یې اداء کړو، اللّٰه تعالی فرمایلي دي:
( وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لا تُحْصُوهَا )
” که تاسې وغواړئ چې د اللّٰه نعمتونه وشمېرئ؛ نو شمېرلی یې نه شئ. ”

هوښیارانو ویلي دي: کله چې ته غوسه پرېږدې؛ نو د اللّٰه تعالی د نعمتونو پر ارزښت به پوه شې، څوک چې غوسه وي؛ نو ټول نعمتونه تر پښو لاندې کوي او لکه د غویي په څېر پړی شوکوي او هرڅه له مخې سره وړي.
نو ځکه ترڅو چې یو انسان غوسه وي، زړه ته یې ارام نشي راتلای، نه ارام ژوند کولای شي او نه له ژونده خوند اخیستلای شي.

” رحمت اللّٰه مؤمن “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x