نړۍ

د روان کال تر پايه په عراق کې د امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت پای ته رسيږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر جو بايډن ويلي، د روان کال تر پایه په عراق کې د امريکايي ځواکونو پوځي ماموريت پای ته رسيږي او ټول عسکر به له عراقه ووځي.

ولسمشر بايډن دا څرګندونې په سپينه ماڼۍ کې د عراق له لومړي وزير مصطفی کاظمي سره له ناستې وروسته ګډې خبرغونډې ته وکړې.

اوس مهال په عراق کې ۲۵۰۰ امريکايي پوځيان پراته دي، خو کېدای شي، ځينې يې په دغه هېواد کې پاتې شي او دا پرېکړه د عراقي حکومت د مرستې لپاره بلل شوې ده.

جو بايډن له مصطفی کاظمي سره ګډې خبرغونډې ته وويل: «د داعش پر ضد د سیمې د ثبات لپاره زموږ ګډه مبارزه اړينه وه او دا به روانه وي.»

د بايډن له خبرو وروسته مصطفی کاظمي وويل، چې د بغداد او واشنګټن اړيکې تر بل هر وخته ډېرې غښتلې او قوي دي، دواړه دولتونه له يوه بل سره د اقتصاد، چاپېريال ساتنې، زده‌کړو، کلتور، روغتيا او نورو برخو کې همکار کوي.

نوموړي ټينګار کړی، چې عراق نور بهرنيو پوځياو ته اړتيا نه لري.

د امريکا ولسمشر زياته کړې، چې راتلونکو اونيو کې به د کرونا ضد فايرز واکسين پنځه سوه زره ډوزه عراق ته ولېږي.

امريکا د عراق پارلماني ټاکنو کې د مرستو لپاره د ملګرو ملتونو له بوديجې سره پنځه ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

جو بايډن وويل، چې دوی په اکټوبر کې ټاکنو ته په تمه دي.

امريکايي چارواکي وايي، د پوځي ماموريت د پای ته رسېدو سربېره به امريکايي پوځيان د عراقي عسکرو روزنيز، لوجیستيکي او استخباراتي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امريکا ولسمشر په داسې وخت کې په عراق کې د خپلو عسکرو د پوځي ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی، چې د روان کال په اوږدو کې هم څو ځله د ایران پلوو ملېشو له لوري پر امريکايي اډو او ګټو بریدونه شوي دي.

د امريکا پخواني ولسمشر جورج بوش په ۲۰۰۳ کال کې په دې بهانه پر عراق برید وکړ، چې هلته د ټولوژنې وسلې دي، د ولسمشر صدام حسين حکومت يې نسکور کړ، خو هلته هېڅ ډول اټومي وسلې ونه موندل شوې.

په عراق کې د امريکايي او ايتلافي ځواکونو پر ضد ولسي او جهادي مبارزه پيل شوه، چې بالاخره د ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال امريکايي عسکر له عراقه ووتل، خو څه موده وروسته د داعش ډلې پر ضد د جګړې لپاره د عراق حکومت يو ځل بيا د امريکايي پوځيانو د ورتګ غوښتنه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

په افغانستان، عراق او سوریه کي د امریکا ۲۰ کلن مسئولیتونه پای ته رسیږي او په درې واړو هیوادونو کي یې یوازینۍ واقعي لاسته راوړنه دا وه چي په افغانستان او عراق کي یې سنیان وځپل او شیعکان یې قدرت ته ورسول او دا چي په سوریه کي یې د شیعه ډیکټاټور پر ضد راپورته سوی د سنیانو بغاوت په داعش بدل او بیا وځپی. ولاکه چي دا اوس تصادفي لاسته راوړني وې او که پلان سوي؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x