افغانستان

کورنیو چارو وزارت: کندهار کې نیول شویو خبریالانو «دښمن»‌ ته تبلیغ کاوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د کورنیو چارو وزارت تر یوه ورځني‌ ځنډ وروسته ومنله چې په کندهار ولایت کې یې څلور تنه خبریالان نیولي‌ دي.

د کندهار د سیمه ییزې راډیو «ملت غږ» دغه خبریالان چې وړمه ورځ د طالبانو تر واک لاندې ساحې «سپین بولدک»‌ ته تللي وو او هڅه یې کوله د طالبانو تر واک لاندې سیمې په اړه راپورونه جوړ کړي؛ تېره ورځ کندهار ښار ته له داخلېدو سره سم ملي امنیت نیولي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «میرویس ستانکزی» وایي، حکومت د بیان ازادۍ ته ژمنتیا لري؛ خو د اساسي‌ قانون له لوري حدود ورته وضع شوي‌ او هغه څوک چې د «دښمن او تروریست په ګټه او د افغانستان د ملي منافعو خلاف» تبلیغات کوي، مجرم ګڼل کېږي.

دده په خبره، کندهار کې نیول شویو خبریالان «دښمن» ته د تبلیغ په تور نیول شوي‌ او دوسیه یې هم مستنده ده چې امنیتي بنسټونه به یې د قانون په رڼا کې نور تحقیقات هم وکړي.

سپین بولدک ولسوالي چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د طالبانو تر واک لاندې ده، حکومت یې په اړه ادعاء کوي چې طالبانو په یاده سیمه کې ډله ییزې او قومي وژنې پیل کړې دي.

طالبانو څو ورځې وړاندې رسنیو ته بلنه ورکړه، چې د حقایقو د څرګندولو په موخه سپین بولدک ته ورشي؛ خو حکومت د خبریالانو د تګ مخه ونیوله، مګر د ملت غږ راډيو درې خبریالان «بسم الله وطندوست، قدرت الله سلطاني او محیب الله عبیدي»  د طالبانو سیمې ته ولاړل.

تېره ورخ د ملت غږ راډیو دفتر یاده کړه چې یاد شوي خبریالان د کندهار د ملي امنیت د ریاست له لوري‌ د امنیت شورا په امر نیول شوي‌ دي‌ او لا هم د هغوی په بند کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګوم نام

بلکل دا ټول د ## په خولو او د هغوی نفر ول ما خپله یی مرکی واوریدله چی مکمل ##لیبیزم وه باید علنی سزا ورکړل شی او خوشی نشی

طوطی

یو ثبوت یی د خاشه و شهیدولو د طالبانو په لاس. هغه کس چی لاسونه یی در شاوتړلی د طالب اسلامی رویه هماغه وه چی پر مخی یی پر څپړه وواهه. آیا یو اسیر سره اسلام کی همداسی معامله کیږی؟ ######## اسلام همداسی وی؟

عظيمی

په خپل ګريوان کي وګوره او بيا کمنټ نوشته که۔ که ګريوان او لږ ويجدان لری ۔نه يي مړی په تبرو ور ټوټه کړی۔ نه يي اور ور اچولي نه يي په موټر پوری تړلی و يا پر بانټ اچولي دي۔ خپلی ميلی دی امسټردم کي کوه۔ او دپوډورو کاروبار دی کوه۔

محمد نعیم

خبریالان خو ولس ته تبلیغ کوي. اوس ولس د کابل د ادارې دښمن دی؟

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x