افغانستان

د ناټو سرمنشي: روان وضعیت کې افغانان تر بل هر وخت زیات سیاسي جوړ جاړي ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د روان کړکیچن وضعیت له کبله تر بل هر وخت زیات افغانان سیاسي جوړ جاړي ته اړتیا لري.

نوموړي دا څرګندونې د کابل حکومت مشر اشرف غني سره د تیلیفوني خبرو پرمهال کړي دي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یو ټویټ کې ویلي، چې له اشرف غني سره یې په تیلیفوني خبرو کې د افغانستان د کړکیچن وضعیت له کبله په سیاسي جوړ جاړي د ټینګار ترڅنګ هغه ته ډاډ ورکړی چې ناټو به د کابل حکومت ترڅنګ ولاړه وي.

نوموړي د کابل له حکومت څخه د ناټو د مالي ملاتړ او افغانستان کې د ملکی حضور سربیره په بهر کې د افغان ځواکونو د روزنې په دوام هم ټینګار کړی دی.

د طالبانو لخوا د لسګونو ولسوالیو د نیولو او د ۱۲ ولایاتو مرکزونو له محاصرې وروسته اوس د کابل حکومت مشران هڅه کوي چې د ناټو تړون او نورو بهرنیو هېوادونو څخه د طالبانو پرضد هوايي ملاتړ ترلاسه کړي؛ خو داسې ښکاري چې د ناټو تړون په افغانستان کې د پوځي ښکېلتیا څخه ځان په ډډه کوي او نه غواړي چې یوځل بیا د طالبانو پرضد جګړې کې ښکېل شي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکایي ځواکونو له تیرو څو ورځو راهیسې د طالبانو پرضد یو لړ هوايي بریدونه ترسره کړي او خبرداری یې ورکړی، که د طالبانو بریدونه شدت اختیار کړي نو په وړاندې به یې ددوی هوايي بریدونه هم زیات شي.

طالبانو بیا خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو هوايي بریدونه د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده او پایلې به له ځان سره ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرقیب

اوس نو دا ینس سټونټلبرګ ته څوک څنګه مخامخ ووایي چي ته اوس غواړې چي د یوه تاریخي مستقل ملت او د یو څو غلو تر منځ سیاسي جوړجاړی وکړې. دا کار پر بشریت او ډیموکراسي ملنډي وهل دي. دا داغسي کار دی چي یو څوک د بل و کور ته ورننوځي پر میرمن یې جنسي تیری وکړي بیا وروسته په محکمه کي پر هغه سړي باندي عرض وکړي چي دغه سړی غواړي چي زما هغه زوی راووژني چي د ده د میرمن په نس دی. اوس په نړۍ کي دومره عقل و منتق نه دی پاته چي و دې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وحشی اشغلګر د غره د ځناورو به شان که د شکار شوی حیوان د زور له امله په زمکه هم څملی ، له لاندی بیا هم خپلی وسی هڅی لری. مګر تر دی کچی ډارن وی چه شادو ګانو هم پسی اخستی وی زه چه ګورم د امریکایانو پښی وتلی مګر لاسونه یی اوس هم کار کوی، فکر کوی چه د افغانستان اجیر عسکر د دوی عسکر دی د غلام غنی قوماندی لاندی به د اشغلګرو د استعماری موخو خوندی کولو د پاره د مرګ تر کچی جنګیږی او امریکا به د غلام غنی په واسطه معاشونه او مرمی ورکوی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x