افغانستان

جوزجان کې د دولتي الوتکو هوايي بریدونو خلکو ته پراخ زیانونه اړولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۵ زمري، ۱۴۰۰ل): د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دولتي الوتکو هوايي او توپچي بریدونو ته پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

سیمه ییزې سرچینې وايي، دولتي الوتکو تیره شپه د جوزجان مرکز شبرغان اړوند افغان تپه، پنج جفت، تورخیل او جګدلک سیمو کې د ملکي خلکو په کورونو درنه بمباري کړې ده.

له هوايي بریدونو سره همهاله دولتي عسکرو د شبرغان له لوا څخه په یادو سیمو توپچي ډزې هم کړي او خلک یې سخت ترهولي دي.

ځايي خلک وايي، په دغو هوايي او توپچي بریدونو کې ۴ تنه ملکيان ژوبل شوي او ۲۴ بابه کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د سیمې خلک شکایت کوي چې دولتي عسکر له تیرو څو ورځو راهیسې ددوی په کورونو هوايي او توپچي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو ته پرېښودلو ته هم اړ شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

تاسو د خلگو په کورو ننوزی په زوره دودی غواری دکورونو خخه مو مورچل جور کری.
هغوی هم د ۵ طالبو لپاره کورونه بمبار کوی.
ملت مو تباه الله مو تباه کره. مه وژنی قسم دی که د اولس مرگ درته روا وی. تاسو دوارو ته اشاری د پردیو دی. بیانزیه د صلحی خبری وکره پریژده نفرت.
دونیا ته مو د اسلام نوم بد کر.

ګوم نام

سخت خوند کوی زمریان زنده باد

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x