شعـــــرونه

راشه له ګلابو نه پوښتنه د نرګس کوو/ کاروان

پير محمد کاروان

راشه له ګلابو نه پوښتنه د نرګس کوو
کېنه له غاټولو سره دوې ګوتې مجلس کوو

ژوند، دا نه دی زلفې پر مخ ماتې بیا یې جوړې کړه
جوړې ماتې ګوډې به د کلي د، ولس کوو

کېنه کنه مَړې چې مو ښکلي ایمانونه شي
نه کوو غیبت ګوره، ستاینه د یو کس کوو

غږ یې کړ ګل ګل ته وې د مینې د لمانځه دی وخت
وې درځو بلبله په رڼو پرخو اودس کوو

اور مو پر بڼکو بل د ژوند امید له خدای لرو
الوزو له سره اور نه وزرې د ققنس کوو

مینه مینه امن امن سوله دی سرود زمونږ
بس دي زیاتي نورې به د جنګ خبرې بس کوو

پرېږده چې کاروانه د کعبې غوندې یې ښکلې کړو
دا ځلې به سولې ته جامې د تور اطلس کوو

سرطان ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x