شعـــــرونه

دا سېلۍ د تور خزان ده که قیامت دی/ الفت جان

الفت جان

دا سيلۍ د تور خزان ده که قیامت دی
که لويدلی ځلاند لمر د حقانيت دی

لوړ چينار له ډيره غمه په ملا مات دی
ته به وای چې وهلی کوم افت دی

صبر ونې شوې له ډيره صبره وچې
غوره کړی يی محکم استقامت دی

بلبل هم د ګل په خوا کې غريو نيولی
زير زبر يی د ژوند هغه خوند لذت دی

د زړګي کور مې ستا غم ته خالي شوی
ستا په تلو په لاس ورغلی ښه فرصت دی

زمونږ زړونه له سينو درپسې تللي
چې له کومې ورځې تا کړی رحلت دی

د فراق شېبې دې دم په دم درنیږي
ستا د غم په ټال زنګيږو بد حالت دی

په محشر مې لاسنيوی وکړه شيخ صاحبه
دا ميد مې بس لتا د شفاعت دی

که ژړا ورپسې وکړم ترقيامته
رابه نشي مسافر د خوږ جنت دی

له مودو وروسته مې وچ قلم بيا تاند شو
دا زما کمال نه ستاسې کرامت دی

د سپيڅلي حقانيت نښه دې دا ده
چې د هر مومن لتا سره الفت دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x