افغانستان

ترافيکي پېښه کې ۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲مه، ۱۳۹۳ل): د کابل جلال اباد پر لويه لار د سروبي ولسوالۍ نغلو سيمې سره د يوې خونړۍ ترافيکي پېښې له امله اته تنه مړه او ۲۱ ټپيان شول.

عينې شاهدان وايي، چې نوموړې پېښه نن سهار وختي شاوخوا شپږ بجې نغلو سيمه کې د درې موټرو د ټکر له امله رامنځته شوه، چې نتيجه يې اته تنه مړه او ۲۱ ټپيان شول.

چارواکي وايي، چې ټکر د يو سرف،د تيلو ټانکر او د سپارليو مرسډيز موټر تر منځ شوی دی.

ويل کيږي، چې ډېری مړي او ټپيان د مرسډيز او سرف د سپارليو دي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لويو لارو د ترافيکي پېښو ستر لامل د موټر چلوونکو نه احتياط او د ترافيکي قوانينو ته مراعاتول ښوول شوي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x