نظــر

هغه نازولی شهید

نصیب ځدراڼ

هغه نازولي ماشوم؛ هغه ښایسته ماشوم؛ پر افغانستان د امریکا او ناټو یرغلګرو ځواکونو له یرغل څو میاشتي مخکې په خوست اسمعیل خیل مندوزی ولسوالي شمسي خیل کلي کې وزیژید.

هغه نوی زیږیدلی ماشوم په وړوکوالي کې د پلار له شتون او سیوري څخه د یرغلګرو امریکایانو او ناټو ځواکونو بې برخي کړ.

د هغه شهید (عبدالحق عمري) پلار (مولوي محمد نبي عمري) د امریکایي یرغلګرو پوځیانو لخوا اسیر او د ګوانتنامو جهنمي زندان ته ولیږدول شو. د ځوانیمرګ شهید عبدالحق عمري پلار ۱۳ کلونه د ګوانتنامو دوزخي زندان شکنجې وزغملې.

دیارلس کاله وروسته؛ هغه ماشوم چې د عمري صاحب د نیولو په مهال تازه دنیا ته سترګې رڼې کړي وي، تازه په ځوانۍ راغلی، دنګ او ښایسته ځوان، خوله له خندا ډکه، له ګوانتنامو زندان څخه د راخوشي شوي زنداني مولوي محمد نبي عمري تر څنګ په قطر کې ناست و، هرکله به دا نازولی او د پلار په ژوند کې یتیم بلل شوی ماشوم؛ اوس د خپل پلار تر څنګ ناست و، هغه چې د پلار له مینې دیارلس کلونه بې برخې و، د تیرو ۱۳ کلونو مینه یې همدا وخت له خپل ګران پلار سره کوله.

نازولي شهید ( عبدالحق عمري) د خپل پلار لاره تعقیب، د قطر ښکلې ماڼۍ، د شیراټون هوټل خوراکونه او مجلسونه، د بحر مستۍ، د شګو میلې، د لوکس موټرو ګرځول او هر څه یې د خدای ج د رضاء او جهاد په خاطر پريښودل.

دا ځوان، دنګ منار، مجاهد عبدالحق عمري د یرغلګرو د سي آی اې ملاتړو ملیشو سره د جګړې میدان ته ودانګل، هغه ځوان (عمري) چې د شهادت ارمانجن و، د خپلو پلرونو او مشرانو (شیخ هبة الله)( جلال الدین حقاني) د زامنو په پل قدم کیښود، هغه نازولي، د ۱۴۰۰ هـ ش کال د زمري میاشت په ۴ نېټه د سي آی اې ملاتړو ځواکونو سره مخامخ جنګ کې د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ زیړۍ سیمه کې شهید شو او کوچنی محمد ترې یتیم پاتې شو.

عسکرو جنګ کې تلفات لیدلي وو د دې پیښې د ځای نه ۱۰ کیلو متره لرې بیرته تګ پر وخت د شامبوت سیمه کې ۲ ورورڼه محمد ایوب او نادان ګل چې د ظالف زامن ول په خپل کور کې په شهادت ورسول، عبدالحق د خپل تن وینې توی کړي خو د سې آی اې ملیشه یې پرېنښوده چې د طالبانو خط مات کړي.

د ژڼیو قرباني او د طالب مشرانو حوصلې او صبر نړیوالو ته دا پېغام لري چې دا په دین او وطن مین ملت له یرغلګرو د هیواد ازادي د خپلو وینو په نذرانه کولو اخلي.

الله تعالی دې د شهید عبدالحق روح ارامه لري، د هغه نازولي د شهادت خبر وژړولم، له سترګو مې اوښکې وبهیدي.

خدایه دا نازولی شهید؛ خدایه دا ځوان شهید؛ خدایه دا مسافر شهید؛ خدایه دا د ګل په شان ښایسته بشر شهید،؛ خدایه دا خوبولی شهید؛ خدایه دا غیرتي شهید د انبیاوو، صالحانو، شهیدانو او هغوی په ډله کې قبول کړي چې تاسي ورڅخه راضي یاست.

جهاد او شهادت حقه لاره ده، زموږ د مشرانو او کشرانو همدا عقیده ده، چې پرته له جهاد او شهادتونو ازادي نه ګټل کیږي، موږ په خپلو ځوانو شهیدانو ویاړو، خدای ج به د دوی د وینو د قربانيو له امله هیواد ازاد او اسلامي نظام قایموي ان شاء الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba Jan

د عصر تاریخ ملومه کړی چی اسلامی امارت یو تر ټولو لویه ځانګړتیا دا ده چی د قربانیو ډګر ته په خپله او له خپلو اولادونو سره دانګی زموږ د امارت بنسټ په قربانیو ایښودل شوی دی او دایی په ځان منلی دی چی ازادی بی له قربانی او سر ښندنی پرته لاس ته راځی او نه به راشی نو محترم مولوی صیب محمد نبی عمری ته او بیا یی ګرانه والدی ته بیا یی ټولو دوستانو او بیا د اسلامی امارت ټولو مشرانو او کشرانو ته د شهادت مبارکی وایو . د دی شهیدانو وینی به رنګ راوړی اوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x